BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:18 گرينويچ 2006 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امو پر سيند د پلۀ کار پيل شو

امو
. د دې پله له رغېدو سره به افغانستان له منځنۍ اسيا سره د سوداګريزو اړيكو د يوې بلې لويې لارې څښتن شي
د امو د سيند په دواړو غاړو كې د پله د رغاونې كار په چټكۍ سره پر مخ روان دى . په لسګونو افغان او تاجك وګړي په كې پر كار بوخت دي .ددې پله كار ٣ مياشتې وړاندې پيل شوى وو .

د امريكا د متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ددې پله د جوړيدو لګښت په غاړه اخيستى چې څه باندې ٢٨ ميليونه امريكا يي ډالره اټكل شوى دى .

يو ودانيز نړيوال شركت د دې پله د رغاونې چارې پر مخ بيا يې . په افغانستان كې د دغه شركت استازي عبدالسلام وويل چې د كار په او ږدو كې له هيڅ ډول ستونزو سره نه دي مخامخ شوي .

(( نه موږ د كار په اوږدو كې له هيڅ ډول ستونزې سره نه يو مخامخ شوي . كه خداى كول كار مو په برياليتوب سره پر مخ درومي . مونږ هيڅ ستونزه نه لرو .))

د كندز ولايت د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې نړيوال سوله ساتي ځواكونه له افغان پوليسو سره د امنيت په ټينګښت كې مرسته كوي .

همدا ټكى ښايي د دې لامل ګرځېدلى وي چې امنيتي حالت په كې د ډاډ وړ وبلل شي او ډيرې بهرنۍ ودانيزې ټولنې په دې ولايت كې د بيارغاونې په چارو كې ونډه واخلي .

يو تاجك كاركونكى چې د شير خان په بندر كې د يوې بيړۍ كپتان دى وايي د پخوا په پرتله په سيمه كې امنيت ډير ښه شوى دى .

 د امريكا د متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ددې پله د جوړيدو لګښت په غاړه اخيستى چې څه باندې ٢٨ ميليونه امريكا يي ډالره اټكل شوى دى .

د لطيف په نامه دغه سړى زياتوي چې د پله له جوړيدو سره به د افغانستان او تاجكستان ملګرتيا نوره هم ټينګه شي .

(( زه هره ورځ دلته يم . هر څه راليږدو. د تاجكستان له غاړې كيمياوي سره او ودانيز توكي ، پوستكي او وړۍ راليږدول كيږي .د افغانستان له غاړې ميوه ، نكريزې ،چاى او بسكيټ وړل كيږي .ددې پله رغاونه او دا ډول اړيكي ډير ښه دي ، زموږ ملګرتيا زياتيږي. ))

زيات شمير افغان كارګران د سيند په ها غاړه د تاجكستان لور ته د پله د رغاونې په بهير كې كار كوي .

د بسم الله جان په نامه يو كار كونكى چې د پله د تخنيكي توكو په برابرولو كې ونډه لرله وايي چې په تاجكستان كې يې د پله د رغېدو په برخه كې كار كاوو.

ددې بندر له لارې اوس هم سوداګر د تاجكستان د بيړيو له لارې د توكو د ليږد راليږد فعاليتونه لري . په سلګونو ټونه توكي افغانستان ته او هومره نور له دې لارې تاجكستان ته ليږدول كيږي . هغه توكي چې له افغانستان څخه ليږدول كيږي د ګاونډي پاكستان او ايران صنعتي توليدات هم په كې راځي .

يو تن چې د شير خان په بندر كې سوداګريز توكي په بيړيو كې باروي او ښكته كوي وايي چې هره ورځ نژدې ٦٠ تنه په كار ګمارل كيږي .

(( په ګاډو كې يې هم بارو ، پر بيړۍ يې هم باروو او په پورټ كې يې هم باروو.په همدې د وه ځايونو كې مونږ پر كار بوخت يو . د خداى په فضل زمونږ كار ډير ښه دى ، بيخي ښه دى .د افغانستان له غاړې ګوګړ هم راځي . ددوى له خوا سره راځي . خلك هم ارامه دي .يوه بورۍ چې بار كړو ٢افغانۍ اخلو .هر سړى د ورځې له اتياوو تر سلو پورې كار كوي .)) .

د شير خان بندر د ١٣٣٠ لمريزې لسيزې په اوږدو كې د پخواني قطغن يا شمال ختيځو ولايتونو د وخت نايب الحكمه شير خان په نامه ونومول شو . شير خان د افغانستان شمال ختيځو ولايتونو كې د پوهنې او د يو لړ ښارګوټو د جوړولو له كبله ډير وستايل شو ځكه يې دا بندر په وياړ ونومول شو .

كه څه هم افغانستان د منځنۍ اسيا له ٢ نورو هيوادونو ازبكستان او تركمنستان سره هم پرانيستې يا سوداګريزې پولې لري ، چې زيات شمير سوداګر په دې لارو خپل توكي ليږدوي راليږدوي خو د شير خان بندر ارزښت په دې كې دى چې دا لار د حيرتان په پرتله چې افغانستان له ازبكستان سره نښلوي ، ١٠٠ كيلو مټره د كابل ښار ته نژدې ده .

ددې پله جوړول به نه يوازې د نورو سوداګرو پام ځانته را واړوي بلكې د افغان او تاجك سوداګرو لپاره خو ډيره نږدې او سمه لار ګڼل كيږي .ځكه په دې وروستيو كې د شير خان بندر او كابل تر منځ د لوې لارې د بيا رغاونې كار هم پاى ته رسيدلى دى چې د تركې او چين د هيوادونو د سړك جوړونې د دوه شركتونو له خوا بشپړ شو .

ورسره تړلي نور خبرونه
د کندز ولايت رسنۍ ولې غلې دي
27 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت