BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:02 گرينويچ 2005 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړيوالو ځواکونو په شمال کې امنيتي گزمې زياتې کړيدي

افغانستان کې د ناتو سوله ساتي ځواکونه
نړيوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې د امنيت په ټينگولوکې مهم رول لوبوي
افغان اونړيوال امنيتي ځواکونه غواړي دهيواد په شمال کې د بې امنيتۍ ناوړې پيښې تکرارنشي.

نړيوالو سوله ساتي ځواكونه وايي چې د افغانستان په شمال كې يې خپلې امنيتي ګزمې زياتې كړي دي.
د بلخ په ولايت كې د سوله ساتو ځواكونو مشر ډګروال جان بريټن چې د برتانيا په مشرۍ د شمالي ولايتونو د بيارغاونې د ډلو مسوليت هم په غاړه لري له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مركه كې دا خبره وكړه .

د تيرې ميلادي مياشتې په نهه ويشتمه نيټه د مزار شريف د ښار په زړه كې پر تانوي عسكرو پر يو ګاډي وسله وال بريد وشو چې يو تن برتانوى سر تېرى يې په ترڅ كې ومړ او او د يو افغان ژباړونكي په ګډون پنځه تنه نور برتانوي سرتيري ټپيان شول .

حنان حبيبزي د افغانستان په شمال كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو له مشر جان بريټن سره ځانګړې مركه كړې او لومړى يې ترې پوښتلي دي چې له هغې پيښې وروسته څه فكر كوي ؟

ډګروال جان بريټن : (( لومړى بايد ووايم چې دا يوه ډيره دردونكې پيښه وه چې د مزار شريف خلكو او مونږ ته ډيره حيرانونكې وه .دا بريد د ښار په زړه كې د امنيتي معيارونو په خلاف رامنځته شو او خلكو ته يې د امنيت په اړه يو لړ انديښنې راپيدا كړې .له دې وروسته مونږ او ټول امنيتي ځواكونه ځانونه ويښ ښيي . ددې سره سره چې مونږ خپل يو ملګرى دلته په هغه پيښه كې له لاسه وركړ بيا هم زمونږ هڅه داده چې د امنيت د ټينګښت په برخه كې له افغان دولت سره مرسته وكړو ))

پوښتنه : نو ښاغلى بريټن تاسو د ويښتيا خبره وكړه ، له دې پيښې وروسته مو څه بدلونونه په خپلو كارونو كې راوستي دي ؟

ډګروال جان بريټن : (( مونږ په خپلو كارونو كې ډير بدلون نه دى راوستى . خو دې پيښې مونږ ته او د سيمې خلكو ته وښوده چې لا هم ګواښونه شته .مونږ له دې پيښې وروسته هڅه كړې چې خلكو او د نړيوالې ټولنې دفترونو ته چې دلته كار كوي وښيو چې امنيت ښه دى . ګزمې مو زياتې كړي دي . دغه راز په دې ورځو كې له افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډه هڅه كو چې اړين امنيتي معلومات مخكې له مخكې تر لاسه كړو او په راتلونكي كې ددغه ډول پيښو مخه ونيسو . ))

پوښتنه : ښه نو تاسو وويل چې امنيتي ګواښونه شته . اورپكي چې د ستاسې پر ځواكونو بريد وكړ او په ترڅ كې يې ستاسې يو سر تيرى ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول . بيا هغه بريد كونكى ونيول شو ،ويل كېدل چې د ستاسې او افغان امينتي څانګو تر پلټنې لاندې دى ، اوس دغه نيول شوى شكمن اورپكى چيرته دى او د كومې ډلې پورې اړه لري ؟

ډګروال جان بريټن : (( د افغانستان د ملي امنيت د قوانينو له مخې په دې اړوند زه څه نشم ويلى خو دومره درته وايم چې د افغان ملي امنيت تر پلټنې لاندې دى او نور به زمونږ هڅه دا وي چې ددغه ډول پيښو مخه ونيسو . كله چې د ملي امنيت د رياست له خوا ټول اړين معلومات ددې بريد كونكي په اړوند بشپړ شي
د غه سړى به بيا ډير ژر څارنوالۍ ته وسپارل شي چې د افغانستان قضايي ځانګې يې برخليك وټاكي )

پوښتنه : ډير ښه ! ښاغلى بريټن كه دا راته ووايې چې د هغې پيښې ټپيان چيرته دي او حالت يې څنګه دى او كله چې ستاسې ځواكونه له ګزمې راګرځي تاسو ته څه وايي ، ايا دوى اندښمن ښكاري كه څنګه ؟

ډګروال جان بريټن : ((لكه څرنګه چې مې وويل د ولايتي بيا رغاونې او نړيوالو سوله ساتو ځواكونو څارونكې ډلې چې هرې سيمې ته سفر كوي د افغانان يې ملاتړ كوي .كله چې له خلكو سره ګوري خلك يې په پراخه كچه ملاتړ كوي . اصلا افغانان نا امني نه غواړي او ملا تړ يې هم نه كوي .د پيښې د څلور تنو برتانوي ټپيانو په اړوند درته ووايم چې هغوى په لندن كې دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه كېدو دى او ډيره ليوالتيا لري چې بېرته راوګرځي افغانستان ته او خپله دنده پرمخ بوځي . ))

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت