|
احدي : عادي بودجه به راتلونکى کال زياتيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ماليې وزير انوار الحق احدي وايي په راتلونکي کال کې به د دغه هيواد عادي بودجه ١٥٠ ميليونه ډالره زياتيږي . خو ښاغلى احدي وايي چې دا زياتونه په دې مانا نه ده چې د مامورينو معاشونه به لوړوي . عادي بودجه د اداري لگښتونو او د مامورينو د معاشونو لپاره کاريږي . د ١٣٨٥ کال لپاره به د افغانستان عادي بودجه ٨٥٠ ميليونه ډالره وي . دغه بودجه به په کابينې او پارلمان کې تر غور وروسته منل کيږي . ښاغلي احدي له بي بي سي سره په يوې مرکې کې وويل چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان د عادي بودجې په سلو کې ٦٠ برخه له کورنيو عوايدو ترلاسه کوي . تير کال افغانستان د عادي بودجې ايله نيمايي برخه په کور پوره کړې وه او پاتې برخه يې د نړيوالو مرستندويانو له خوا ورکړل شوې وه . افغان وزير هيله من دى چې په څلورو راتلونکو کلونو کې به په دې وتوانيږي چې عادي بودجه ټوله له کورنيو عوايدو پوره کړي . د دوى په وينا به هغه مهال دغه بودجه تر يو ميليارد ډالرو اوښتې وي . د ماليې وزير د پراختيايي بودجې په اړه وايي چې څو اوونۍ وروسته د لندن په کنفرانس کې به د مرستوله کيدونکيو ژمنو څرگنده شي چې افغان دولت کوم پراختيايي کارونه ترسره کولى شي. | ورسره تړلي نور خبرونه د ١٣٨٤ لمريز کال لپاره د افغانستان عادى بوديجه ٣٢،٨٨٣ ميليارده افغانى ده15 مارچ, 2005 | خبرونه څومره بيارغاونه شوېده ؟21 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||