BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:04 گرينويچ 2005 ,15 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ١٣٨٤ لمريز کال لپاره د افغانستان عادى بوديجه ٣٢،٨٨٣ ميليارده افغانى ده
News image
بوديجه نن دافغانى کابيني تر منلو ورسته اعلان شوه
دافغانستان عادى بوديجه نن د افغانستان د ماليى وزير انورالحق احدى لخوا کابيني ته وړاندې شوه چې تر منلو ورسته يي يوى خبرې غونډي ته اعلان کړه.

ښاغلى احدى وايي چې د ١٣٨٤ لمريز کال لپاره د افغانستان عادى بوديجه ٣٢،٨٨٣ ميليارده افغانى ده چى ٦٧٨ ميلونو ډالره کيږي.

له دغى بوديجى څخه به د مامورينو معاشونه ورکول کيږى او په نورو عادى چارو به مصرفيږى.

ښاغلي احدي زياته کړه چې دافغانستان داعلان شوي بوديجي نيمه برخه به د بهرنيو برخو او نيمه به د کورنيو لاسته راوړنو څخه جوړه وي.

د ماليى وزير د څو مهمو وزارتونو بوديجه په لاندې ډول څرگنده کړه:

١.د معارف وزارت : ددې وزارت لپاره ټوله بوديجه ٥،٧ ميليارده افغانۍ ټاکل شوي ده چې د ټولى بوديجي ٢٠ فيصده جوړوي.

٢. د کورنيو چارو وزارت: ددې وزارت لپاره ٦،٩ ميليارده افغانۍ بوديجه ټاکل شوي ده چې د ټولى بوديجي ٢٤ فيصده جوړوي.

٣. ددفاع وزارت: ددې وزارت لپاره ٦،١ ميليارده افغانۍ بوديجه ټاکل شوي ده چې د ټولى بوديجي ٢٢فيصده جوړوي.

 ددفاع وزارت ځيني مصارف چې پخوا له نور منابعو نه تمويليدل ، اوس به د ماليى وزارت لخوا تمويليدل کيږي.
انورالحق احدى
٤. د صحت وزارت: ددې وزارت لپاره ١٣٣٠ ميلونه افغانۍ بوديجه ټاکل شوي ده.
٥. د متقاعدينو ، شهدا او معلولينو او احتياتي مصارفو لپاره ٢.٨ ميليارده افغانۍ بوديجه ټاکل شوي ده

ښاغلي احدى زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت ته ځکه ډيره بوديجه ټاکل شوى ده چې نږدې سل زره کار کوونکي لري او له امنيت سره سر او کار لري.

همداراز نوموړى د ځينو نور ادارو بوديجه په لاندې ډول بياند کړه:

  • د کډوالو د بيرته راگرځيدووزارت لپاره ١٣٥ ميلونه افغانۍ
  • د ښوونۍ او روزنۍ وزارت لپاره ٥،٧ ميليارده افغانۍ
  • دلوړو زدکړو وزارت ته ٥٩٠ ميلونه افغانۍ
  • د علومو اکاډمۍ ته ٥٠،٨ ميلونه افغانۍ
  • دعامى روغتيا وزارت ته ١،٣٣ ميليارده افغانۍ
  • د ښځو چارو وزارت لپاره ٦٧ ميلونه افغانۍ
  • دشهدا او معلونينو وزارت لپاره ٨٢ ميلونه افغانۍ
  • د کار او ټولنيزو چارو وزارت لپاره ٤٥٦ ميلونه افغانۍ
  • د حج او اوقاف وزارت ته ٢٢٠ ميلونه افغانۍ
  • د اتلاعاتو او فرهنگ وزارت ته ٣٥٠ ميلونه افغانۍ
  • ملي اولمپيک به ٨٧ ميلونه افغانۍ
  • دځوانانو وزارت ته ٢٢ ميلونه افغانۍ
  • دفوايد او عامى وزارت ته ١٦١ ميلونه افغانۍ
  • د ترانسپورټ وزارت ته ١٥٣ ميلونه افغانۍ
  • د معدن او سنعي وزارت ته ١٥٠ ميلونه افغانۍ
  • د مخابراتو وزارت ته ٣٣٢ ميلونه افغانۍ
  • د اوبو او بريښنا وزارت ته ٢٠٠ ميلونه افغانۍ
  • د کرني وزارت ته ٢٥٢ ميلونه افغانۍ
  • د کلو د پراختيا وزارت لپاره ٣٠٥ ميلونه افغانۍ
  • د ښار جوړونۍ وزارت ته ٦٥ ميلونه
  • د تجارت وزارت ته ١٤٥ ميلونه افغانۍ بوديجه ټاکل شوى ده
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت