|
د پاکستان په کريکټ لوبډله کې اسلامي تبليغ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو وخت داسې وو چې کله به د پاکستان د کريکټ لوبډلې لوبه وگټله او يا به يوه لوبغاړي د کريکټ په ډګر کې ريکارډ جوړ يا مات کړ نو په لوبغالي کې به د خداى پاک د شکر د ادا کولو لپاره په سجده پريووت. پخوا به د لوبډلي کيپتان له خپل ولس څخه خواست کاوۀ چې د برياليتوب دعا دې ورته وکړي او چې کله به يې لوبه وګټله نو د ګټې تاج به يې د ولس د دعا پر سر کښيښود خو دغه مذهبي رجحان هغه وخت عملي بڼه غوره کړه چې د پاکستان د کريکټ تکړه لوبغاړى سعيد انور له ږيري سره د ٢٠٠٢ کال د کريکټ د نړيوالې اتلولۍ په ترڅ کې د لوبې ډګر ته راغى او له دې وروسته ورو ورو نور لوبغاړي لکه شاهد اپريدى،مشتاق احمد او انضمام الحق هم په ږيره کې تر سترګو شول او بيا يو وخت داسې راغى چې د کريکټ مينه والو دپاکستان د کريکټ لوبډله وليده چې په لوبغالي کې په گډه په لمانځه بوخت دي . وروسته په مطبوعاتو کې تبىلغ ته د ځينو لوبغاړو د تلو رپورټونه هم راغلل او ورو ورو پر لوبډله د تبليغ اغيز زيات شو هم دا پوښتنې ما د پاکستان دکريکټ لوبډلې مرستيال کيپتان يونس خان ته کېښودلې نو هغه راته وويل چې په ٢٠٠٢ کال کې د ويسټ انډيز د سفر په مهال يوه ورځ دى، محمد اکرم او محمد يوسف (يوحنا چې هغه وخت لا مسلمان نه و ) ناست وو چې محمد اکرم وړانديز وکړ چې د جلا جلا لمونځ کولو پر ځاى راځه په جمع لمونځ وکړو.يونس خان وويل چې ده دا وړانديز ومانه خو دده په وينا داوخت يوسف يوحنا هيله وکړه چې جمع دې دده په کوټه کې کېږي ځکه له دې سره به دده په کوټه کې برکت وي.کله چې يونس خان او محمد اکرم په جمع لمونځونه پيل کړل نو د يونس خان په وينا مشتاق احمد او جاويد ميانداد خبر شول او هغوى هم ورسره شامل شول . ورو ورو ټولې لوبډلې په جمع لمونځونه پيل کړل او بيا د جماعت وخت سم اعلانېده او د يونس خان په وينا له دې سره په لوبډله کې د دينې رجحاناتو بنياد کېښودل شو. د ده په وينا کله چې د سعيد انور لور مړه شوه نو هغه مذهب ته مخه کړه او په تبليغ لاړ.
وروسته نوموړي په لوبډله کې د تبليغ دعوت پيل کړ او يو داسې ديني چاپيريال يې رامينځته کړ چې زياتره لوبغاړو د عبادت پر لور مخه کړه.يونس خان وايي په ٢٠٠٢ کال کې چې کله د کريکټ په نړيوالو اتلوليوکې دوى ماتې وخوړه او د پاکستان د ولس په سترګو کې يې خپل مقام و باېلود نو داوخت لوبغاړو نفلونه او دعاګانې پيل کړې.يونس خان وويل چې دا وخت د دوى په لوبډله کې شاهد اپريدى او انضمام الحق پاخه تبليغان دي او سم درې او څلويشت ورځې په تبليغ ځې راځې. کله چې ما وپوښتل چې د تبليغ له وجې د لوبډلې پر لوبه څه منفي يا مثبت تاثير پريوتى دى نو ده په کړس کړس وخندل او ويې ويل وړاندې به لوبغاړو د لوبې د پاى ته رسيدو وروسته له يو بل څخه د شپې نڅا ځايونو يا نايټ کلبونو ته د تلو وخت پوښته خو اوس د جماعت د وخت پوښتنه کوي،هغه لوبغاړي چې د سهار پر پنځه بجې به له کلب څخه راستنېدل اوس پر پنځه بجې د تهجدلمانځه ته له خوبه راکښېني. يونس خان پر دې خبره ډير تينګار کوي چې د تبليغ له وجې په لوبډله کې اتحاد او اتفاق رامينځته شوى دى .دده په وينا چې ټولو لوبغاړو ته اوس د ماښام او ماخستن لمانځه وروسته د قران پاک، دحديثونو او ديني واقعو درس ورکول کيږې. دا درس لوبغاړى عاصم کمال ورکوي چې د قران پاک حافظ هم دى او دده په وينا د لمانځه لويې مصلې د دوى د کريکټ د سامان لازمي برخه جوړه شوې ده. کله چې ما ځينې وپوښتل چې لوبډله د تبليغيانو مرکز رائېوينډ ته ځې راځې نو ده وويل چې د دوى د تبليغيانو له مشرانو سره مستقيمه رابطه شته چې زياتره اړيکې يې له مولانا طارق جميل سره دي. د يونس خان په وينا د بر تانيې د لوبډلې تر راتگ وړاندې ( نومبر ٢٠٠٥ ) د پاکستان لوبډله مولانا طارق جميل ته ورغله او د لوبو د گټلو لپاره يې اجتماعي دعا وغوښتله. يونس خان وويل چې ده اوس هڅې پيل کړي چې د پاکستان د کريکټ د لوبډلې د روزونکيو له ډلې څخه (( موري)) چې د جنوبي افريقا عيسايي دى مسلمان کړې او دده په ادعا نوموړى له اسلام څخه ډير متاثره شوى دى. نوموړى وايي چې د ټولې لوبډلې دا عقيده ده چې کاميابي او ناکامي يوازې او يوازې د الله تعالى په لاس کې ده خو بلې خواته د لوبډلې روزونکى باب وولمر،ډاکټر ډورن او مورې که څه هم د دوى له دې عقيدې سره اتفاق کوي خو بيا هم لوبغاړو ته وايې چې د خداى پاک له خوښې سره سره د کاميابۍ لپاره محنت لومړى شرط دى. | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستاني کريکټ لوبغاړى يوحانا مسلمان شو18 سپتمبر, 2005 | خبرونه يونس خان : موږ کمزوري مه گڼئ11 نومبر, 2005 | خبرونه د انگلستان کپتان دويمې لوبې ته چمتو دى19 نومبر, 2005 | خبرونه په کريکټ لوبه کې انگلستان له ماتې سره مخامخ شو16 نومبر, 2005 | خبرونه د پاکستان او انگلستان ترمنځ لوبه مساوي روانه ده14 نومبر, 2005 | خبرونه انګلستان په ازمېښتي لوبه کې سره مخامخ دى01 نومبر, 2005 | خبرونه انگلستان پاکستان ته ماتې ورکړه10 دسمبر, 2005 | خبرونه انگلستان د کراچۍ يوه ورځنۍ لوبه وبايلله15 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||