|
يونس خان : موږ کمزوري مه گڼئ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان کريکټ لوبډلې مرستيال کپتان يونس خان وايي د انگلستان لوبډله ډيره پياوړې ده خو پاکستان هم ورسره سيالي کولى شي او اوس هغه وخت راغلى دى چې پاکستان په پنځه ورځنيو لوبو کې مخ په لوړ روان شي . په مردان کې د زيږيدلي يونس خان دا خبرې له انگلستان سره د پاکستان د نوې پنځه ورځنۍ لړۍ د لومړنۍ لوبې تر پيل يوه ورځ وړاندې شوې دي . پاکستان به سبا ( شنبه د لړم ٢١ د نومبر ١٢ ) د پنجاب په ملتان ښار کې پنځه ورځنۍ لوبه کوي . په دغې لړۍ کې ټولې درې پنځه ورځنۍ او پنځه يو ورځنۍ لوبې کيدونکې دي . انگلستان په لاهور کې د يوې ازمېښتي لوبې په ترڅ کې خپل کپتان مايکل ووان هغه وخت له لاسه ورکړ چې د زنگانۀ پخوانى ټپ يې تازه شو . انگلستان هغه ازمېښتي لوبه وبايلله خو لوبغاړي يې ډاډه دي چې په پنځه ورځنۍ لوبه کې به په بل ډول لوبه وکړي . د انگلستان مرستيال کپتان ترسکاټيک وايي د ووان نشتوالى لوى گوزار دى خو زموږ لوبغاړي نوې سيالۍ ته چمتو دي . انگلستان سږ کال وروسته له نژدې دوو لسيزو استراليا ته په پنځه ورځنيو لوبو کې په لومړي ځل ماتې ورکړه . پاکستان بيا په تيرو څو پنځه ورځنيو لړيو کې په خپل کور برى نه دى موندلى . تير کال هندوستان په لومړي ځل پاکستان ته په پاکستان کې ماتې ورکړه خو پاکستان په هند کې د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ مساوي ختمه کړه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||