|
په کريکټ لوبه کې انگلستان له ماتې سره مخامخ شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
انگلستان په تيرو دوو کلونو کې د نړۍ تر ټولو غښتليو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده ، خو پاکستان بيا په همدې موده کې په خپل کور ښه لوبه نه ده کړې . په همدې ملتان کې تير کال هندوستان په لومړي ځل پاکستان ته په خپله خاوره ماتې ورکړه . په اوسنۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې هم چې د پاکستان لوبډله په لومړنۍ پاڼۍ کې ايله په ٢٧٤ منډو وسوځيدله داسې گومان وو چې پاکستاني لوبغاړي به د دې لوبې د گټلو خوند ونه څکي . دا هيله هغه وخت لا پياوړې شوه چې انگلستان په ځواب کې ٤١٨ منډې وکړې او ١٤٤ مندې تر پاکستان وړاندې شو . په دوهمه پاڼۍ کې د سلمان بټ او انظمام الحق د منډو په برکت پاکستان وکولاى شول چې انگريز لوبغاړو ته د ١٩٨ منډو هدف وټاکي . ظاهرآ دا منډې هغې لوبډلې ته ډيرې نه وې چې ايله څو مياشتې وړاندې يې د نړۍ تر ټولو پياوړې لوبډلې استراليا ته ماتې ورکړې وه . خو فشار اوپه وروستۍ ورځې د لوبغالي خراب شوي حالت پاکستاني لوبغاړي بريالي کړل . انگلستان لا هم دوه نورې لوبې لري چې دغه ماتې په بري بدله کړې . خو د درو پنځه ورځنيو لوبو په لړۍ کې لومړى گوزار دوى خوړلى دا به گرانه وي چې د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ دې اوس انگلستان وگټي . ښايي انگريز لوبغاړي ډيره هڅه په فيصل اباد او لاهور کې وکړي چې وروستۍ دوه پنځه ورځنۍ لوبې پکې کيږي . که د فيصل اباد او لاهور په لوبو کې انگريز لوبغاړي بريالي شول نو ښايي هغه څه به يې کړي وي چې په تيرو پنځو لسيزو کې يې د هند په نيمه وچه کې نه و کړي . انگلستان يوازې يو ځل په ٢٠٠٠ کال کې پاکستان ته د پنځه ورځنيو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکړې وه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||