BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:09 گرينويچ 2005 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د انگلستان کپتان دويمې لوبې ته چمتو دى
ووان
کپتان مايکل ووان په فيصل اباد کې پر ځغاسته بوخت دى او وايي دويمې لوبې ته به چمتو وي .
د پاکستان او انگلستان تر منځ د دويمې پنځه ورځنۍ لوبې تر پيل وړاندې انگريز لوبډله د کپتان مايکل ووان د رغيدو له خبره خبره شوه .

کپتان ووان د لومړنۍ لوبې تر پيل وړاندې د زنگانۀ د ټپ له امله لوبه ونه کړه او هغه لوبه پاکستان په ٢٢ منډو وگټله .

مايکل ووان نه يوازې د انگلستان يو له ډيرو تکړو منډه جوړونکو يا بټسمينانو څخه دى بلکه د دۀ کپتاني هم د ډيرو په گومان په لوبو کې پريکنده رول لوبوي .

انگلستان بايد د فيصل اباد لوبه وگټي که نه نو د پنځه ورځنيو درو لوبو لړۍ نه شي گټلى .

د مايکل ووان له راتگ سره ډيره هيله دا ده چې کالينووډ ښايي له لوبډلې وايستل شي .

د پاکستان په غاړه کې هم د شبير احمد او شعيب ملک د بالينگ د ناسمې بڼې پر سر بيا پورته شوې لانجې دا امکان پيدا کړى چې له دوى څخه لږ تر لږه يو لوبغاړى ونه لوبيږي .

دا امکان هم ډير دى چې پاکستان به دا ځل شاهد اپريدي ته چانس ورکوي . اپريدى په ملتان کې ونه لوبيد خو د دۀ بالنگ او منډې جوړول دواړه ښايي د پاکستان په گټه وي .

انگلستان په پاکستان کې ٢١ پنځه ورځنۍ لوبې کړي دي خو ډيرې لږې يې ترې گټلي دي .

په وروستي ځل د پاکستان د سفر په ترڅ کې انگلستان په کراچځ کې د بري ترلاسه کولو په مت د پنځه ورځنيو لړۍ گټلې وه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت