|
انګلستان په ازمېښتي لوبه کې سره مخامخ دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان له پټرن١١ نومې لوبډلې سره د انګلستان کريکټ لوبغاړي ونه توانيدل چې ښه لوبه وکړي . په پينډۍ کې د پاکستان د کريکټ بورډ له خوا د يوې ټاکل شوې لوبډلې پټرن ١١ لوبغاړو د انګلستان منډې جوړونکي پرېنښودل چې ښه لوبه وکړي . د دوهمې ورځې په ترڅ کې که څه هم انگريز غونډسک اچونکو سياله لوبډله په ٢١١ منډو وسوځوله خو په خپلې دويمې پاڼۍ کې يې په لږو منډو گڼ شمير لوبغاړي سوځيدلي وو . د دغې درې ورځنۍ ازمېښتي لوبې د لومړنۍ ورځې په پای کې انګلستان ايله ٢٥٦ منډې کړې وې او نهه لوبغاړي يې سوځيدلي وو . د انګلستان له خوا مارکس ترسکاټيک ١٢٤ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيد خو نور لوبغاړي يې تر ډيره د ناپېژندل شويو پاکستاني غونډسک اچونکو له خوا په اسانۍ وسوځول شول . د پټرن ١١ نومې لوبډلې له خوا ياسرعرفات څلور لوبغاړي او نجف شاه درې انګريز لوبغاړي وسوځول . انګلستان په هيله دی چې د پاکستان له ملي لوبډلې سره د نومبر په ١٢ نېټه لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبې ته د چمتووالي په توګه له دغې ازمېښتي لوبې ګټه واخلي . د پاکستان د سفر په ترڅ کې به انګلستان د کوريه هيواد له ملي لوبډلې سره درې پنځه ورځنۍ او پنځه يو ورځنۍ لوبې کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||