|
د پاکستان او انگلستان ترمنځ لوبه مساوي روانه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ملتان کې د پاکستان او انگلستان ترمنځ د لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبې د دريمې هغې تر پايه داسې ښکاري چې دواړه غاړې په نژدې مساوي دريځ کې دي . په دغې لوبې کې لومړى پاکستان پر منډو جوړولو پيل وکړ خو د ٢٧٤ منډو په جوړولو يې ټوله لوبډله وسوځيدله . د پاکستان له خوا سلمان بټ ٧٤ او انمام الحق ٥٣ منډې وکړې خو نور لوبغاړي يې ډير ونه ځليدل . د انگلستان له خوا انرديو فلنټاف د ٦٨ منډو په ورکولو ٤ لوبغاړي وسوځول . د انگلستان د منډو چوړولو پيل ښه نه و . ايله په ١٨ منډو يې لوبغاړى سټراوس وسوځيد خو ترسکاتيک د ١٩٣ منډو په کولو انگلستان ته د ١٤٤ منډو برلاسي ورکړه خو د دريمې ورځې په پاى کې پاکستان په خپلې دويمې پاڼۍ کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو ١٢٥ منډې کړې وې . داسې ښکاري چې که پاکستان تر ٢٠٠ ډيرې منډې ولري نو په دوهمه پاڼۍ کې به انگلستان د دغو منډو په کولو کې ډيرې ستونزې ولري . په همدې دليل د کريکټ لوبې شننونکي دغه لوبه له درو ورځو وروسته مساوي گڼي خو دا امکان ډير دى چې د لوبې په پاى کې يوه نه يوه غاړه بريالۍ شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||