BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:20 گرينويچ 2005 ,18 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني کريکټ لوبغاړى يوحانا مسلمان شو
يوحانا تر يوۀ وخته د ملي لوبډلې مرستيال کپتان هم و .
د رايټرز خبري اژانس رپورټ ورکوي چې د پاکستان د کريکټ لوبډلې مخکښ لوبغاړى او منډې جوړونکى يوسف يوحانا مسلمان شوى دى .

دى په دې وروستيو کې يوازينى پاکستانى عيسوي مذهبه و چې د کريکټ په ملي لوبډلې کې يې لوبه کوله .

يوحانا وايي له دې وروسته به يې نوم محمد يوسف وي . دۀ د خپلې ميرمنې او اولادونو په باب هم وويل چې مسلمان شوي دي .

يوحانا د پاکستان لپاره په ٥٩ پنځه ورځنيو لوبو او ٢٠٢ يو ورځنيو لوبو کې برخه اخيستې ده .

د پاکستان د کريکټ په ملي لوبډله کې يو هندو مذهبه لوبغاړى دانش کنيريا هم لوبه کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت