BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:15 گرينويچ 2005 ,18 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فوټبال کلبونو نړىواله اتلولي هم برزايلي لوبډلې وگټله
ليورپول
د انگلستان لېورپول لوبډله د اروپا د اتلو کلبونو اتل دى .
په جاپان کې د نړۍ د لويو وچو د فوټبال اتلوليو د اتلو کلبونو ترمنځ پايلوبه د برازيل ساو پالو د انگلستان ليورپول ته په يو صفر ماتې ورکولو وگټله .

د لوبې يوازينى گول مينيرو په ٢٧ دقيقه وکړ . دۀ د ليورپول د دفاع هغه هڅه شنډه کړه چې د افسايډ په هيله يې کړې وه .

دا په ١٢ لوبو کې لومړنى ځل دى چې ليورپول کوم گول پريږدي .

د لوبې په اوله برخه کې د ليورپول پر له پسې بريدونه وو خو د هدف پر ځاى ليرې او بې ځايه وو .

د ساو پالو برازيلي لوبغاړو د خپل هيواد د ملي لوبډلې په طرز نڅاگره لوبه کوله او په تنگو او سختو شرايطو کې يې هم ځانته لار پرانيسته .

د لوبې دويمه برخه په پرله پسې توگه د ليورپول له حملو ډکه شوه خو د ساو پالو گول ساتونکي څو بريدونه شنډ کړل .

دغه اتلولي د نړۍ د لويو وچو د اتلوليو د اتلو کلبونو ترمنځ وي . سږکال د اروپا اتل کلب د انگلستان ليورپول و .

ساو پالو د لاتيني امريکا د کلبونو اتلولي گټلې وه . د اسيا له لويې وچې څخه د سعودي عربستان التحاد وو چې په څلورم نمبر راغى .

دغه راز د مصر ، استراليا او کاستاريکا کلبونو هم د خپلو لويو وچو په استازي توب په دغو اتلوليو کې برخه واخيسته .

د يادونې وړ ده چې اوس برازيل د کلبونو او ملي لوبډلو لپاره په نړۍ کې شته ټولې اتلولۍ گټلي دي .

د برازيل ملي لوبډله نړيواله اتله ده . دغه راز دوى د سويلي امريکا او شمالي امريکا لپاره د اتلوليو وياړ هم لري .

د برايزل کلب ساو پالو د خپلې لويې وچې تر اتلولۍ وروسته دا دى د نړيوالو اتلو کلبونو اتلولي هم خپله کړه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت