|
هند د سويلي اسيا فوټبال اتلولۍ وگټلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې هند د سويلي اسيا د فوتبال فدراسيون په اتلوليو کې هغه مهال برى ترلاسه کړ چې بنگله ديش ته يې ٢-٠ ماتې ورکړه . دا د دغو اتلوليو په تاريخ کې څلورم ځل دى چې هند دغه وياړ ترلاسه کوي . هند په نيمه پايلوبو کې له مالديپ او بنگله ديش له پاکستانه لوبې گټلې وې . بنگله ديش د دغو اتلوليو مخکينى اتل و . د لوبې د نندارې لپاره د گڼ شمير نندارچيانو ترمنځ د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز هم وو چې وروسته يې بريالۍ لوبډلې ته انعامونه وسپارل . په دغو اتلوليو کې افغانستان هم برخه اخيستې وه خو په لومړي پړاو کې له دوو ماتيو او يوۀ بري سره ونه توانيد چې نيمه پايلوبو ته ځان ورسوي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د سويلي اسيا پخواني اتل ته ماتې ورکړه12 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||