لوړې زده کړې: بورسونو ته کله غوښتنلیک ورکول مناسب دي

د بورس موندنې تر ټولو آسانه لارې په اونۍ کې یوځل د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت وېبپاڼو، په هېواد کې د شته سفارتونو ویبپاڼو او همدارنګه سکالرشیپ ډاټ کام ته ورته وېبپاڼو ته سر ورښکاره کول او یا هم خپل ایمیل سبسکرایب کول دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د بورس موندنې تر ټولو آسانه لارې په اونۍ کې یوځل د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت وېبپاڼو، په هېواد کې د شته سفارتونو ویبپاڼو او همدارنګه سکالرشیپ ډاټ کام ته ورته وېبپاڼو ته سر ورښکاره کول او یا هم خپل ایمیل سبسکرایب کول دي.
    • Author, پوهنیار محمد تنها
    • دنده, د جرمني هانوور پوهنتون د ډوکټورا څېړونکی

د دې کالم په تېره برخه کې مو دا یادونه کړې وه چې په کومه څانګه موږ ته د لوړو زده کړو په کولو کې مناسبه ده؟ په دې برخه کې به په دې خبرې وکړو که چېرې مو په بهر کې د لوړو زده کړو لپاره نیت کړی وي، نو کله او کوم بورس ته باید درخواست ورکړئ؟

د دریمې نړۍ نژدې هر هغه وګړی چې کله د لوړو زده کړو په اړه فکر کوي نو لومړنۍ اندېښنه یې په خپل هېواد کې د څېړنو او څېړنځایونو لپاره د کافي بودیجې نه شتون له وجهې د معیاري لوړو زده کړو امکاناتو نه لرلو څخه وي.

زما په ګډون دا ډله خلک د لوړو زده کړو له لومړیو ورځو په دې فکر وي چې څنګه به بهر ته د لوړو زده کړو لپاره لاره چاره پیدا کړي؟ ډېری وخت دوی د دې خوب ریښتیا کولو لپاره بلا ادارو ته درخواستونه وکړي ځینې خو یې آن هڅه کوي یوازې په بهر کې د زده کړو موقع تر لاسه کولو لپاره سیاستوالو ته کلونه خدايي خدمت وکړي تر څو د دوي له لارې خپل خوب ریښتیا کړي.

خو هغه څه چې په اول سر کې زه هم نه وم پرې خبر هغه دا وو چې ماته د بورسونو درخواست ورکولو ریښتینې مرجع او وخت نه وو مالوم.

وروسته له دې چې مې د بورس د درخواست ریښتینې مرجع پیدا کړه بیا دویمه ستونزه دا وه چې ما خپله وړتیا د ملګرو یا ټولګیوالو له هغې کړۍ سره پرتله کوله چې زه پکې په نسبي ډول تکړه وم، د بېلګې په ډول زه د پوهنتون په خپل ټولګي کې اول نومره وم او ما داسې انګېرله چې تر ما به نو بیا بل څوک وړ کس وي چې دا بورس به اخلي؟

خو دا حقیقت مې هیڅ ذهن ته نه راتلو چې زه خو په افغانستان کې یوازې په خپل ټولګي یا د همځولو منځ کې په نسبي ډول تکړه یم، دا مې هېره وه چې بورس ورکونکې مرجع بورس زما ټولګي کې نه بلکې زما په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو تکړه وګړو په منځ کې سیالۍ ته وړاندې کوي ځکه خو به ما تل یا پړه په سیستم اچوله او یا هم په بورس ورکونکې مرجع باندې.

که چېرې مو غوښتنلیک په چاپ شوي بڼه وي بیا نو ډېری وخت دا هئیت ستاسو په سي وي، موټیوېشن او ریکومانډېشن خطونو کې لیکل شوې ژبه پرتله کوئ، که ژبه ورته یوشان ښکاره شوه بیا مو هم د غوښتنلیک لرې کېدلو امکان شته

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، که چېرې مو غوښتنلیک په چاپ شوي بڼه وي بیا نو ډېری وخت دا هئیت ستاسو په سي وي، موټیوېشن او ریکومانډېشن خطونو کې لیکل شوې ژبه پرتله کوئ، که ژبه ورته یوشان ښکاره شوه بیا مو هم د غوښتنلیک لرې کېدلو امکان شته

کلونه تېر شول د انټرنېټ آسانتیا او له هغه سره بلدتیا زیاته شوه، سوکه، سوکه په دې پوه شوم چې بورس ته باید څه وخت او څنګه درخواست ورکړم چې دلته به یې ځینې تجربې درسره شریکې کړم.

مخکې له دې چې بورس ته د غوښتنلیک ورکولو په څو ټکو خبرې وکړو دا یادونه لازمه ګڼم چې یوازې د دولتي او رسمي مراجعو له لارې بورس اخیستلو په تمه مه کېنئ، د بورس موندنې تر ټولو آسانه لارې په اونۍ کې یوځل د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت وېبپاڼو، په هېواد کې د شته سفارتونو ویبپاڼو او همدارنګه سکالرشیپ ډاټ کام ته ورته وېبپاڼو ته سر ورښکاره کول او یا هم خپل ایمیل سبسکرایب کول دئ. اوس به د بورس ترلاسه کولو په تړاو زما تېروتنو ځینې ټکي درسره شریک کړم.

لومړیدا چې که تاسو بهر ته د لوړو زده کړو لپاره نیت کړی وی نو هر بورس ته له غوښتنلیک ورکولو مخکې باید ځان په لومړنیو شرایطو سمبال کړئ تر څو ستاسو لومړنی درخواست لا ومنل شي.

د بلې ژبې زده کړه حتمي ده

 د هر بورس لپاره لومړی درجه شرط د بهرنۍ ژبې په تېره بیا انګرېزي ښه زده کول دي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د هر بورس لپاره لومړی درجه شرط د بهرنۍ ژبې په تېره بیا انګرېزي ښه زده کول دي

د هر بورس لپاره لومړی درجه شرط د بهرنۍ ژبې په تېره بیا انګرېزي ښه زده کول دي، تاسو چې هروخت په بورس ولاړ شئ نو په خپل ټولګي کې به له خپل هېواده یو کس یاست نو بورس ورکوونکی هیواد دا نشي کولای چې یوازې ستاسو لپاره د ژبې ځانګړی کورس یا هم ژباړن ونیسي نو له همدې وجې د هر بورس په اړه تر فکر کولو مخکې د ژبې زده کړه حتمي ده.

دویمدا چې بورس ته غوښتنلیک ورکولو ته کار ووایاست، ډېری وخت بورس غوښتونکي په بل کار بوخت وي او ترڅنګ یې بورس ته هم یو غوښتنلیک ولیکي، او لکه څنګه چې دا غوښتنلیک د ورځنیو چارو برخه نه وي نو غوښتونکی یې په لیکلو ډېر تمرکُز نه کوي چې په پایله کې یو ناقص غوښتنلیک د بورس نه اخیستلو لامل کېږي.

دریممهم ټکی دا دی چې بورس ته باید په وخت غوښتنلیک ورکړل شئ، موږ د ژوندانه نورو کارونو په شان ډیری وخت د نن کار سبا ته پرېږدو چې بورس ته د غوښتنلیک په ورکولو کې دا تېروتنه هېڅ نشي توجیه کېدای ځکه بورس ورکوونکی هېواد د خپلې اداري پروسې په اساس غوښتنلیکونو ته ټاکلې نېټه او آن ساعت لري چې ډېری وخت غوښتنلیکونه یوه اتومات کمپیوټر ته ځي چې له ټاکلې مودې وروسته کمپیوټر دا غوښتنلیک په هېڅ وجهه نه مني.

په لومړي ځل بورس ته د غوښتنلیک ورکولو کې ما هم ورته تېروتنه کړې وه چې دې چارې زه یو کال له لوړو زده کړو وروسته کړم.

د نژدې ۹۰ سلنه بورسونو غوښتنلیک موده د اکټوبر او مارچ ترمنځ وي نو که تاسو په همدې کال بورس ته د غوښتنلیک ورکولو تابیا کړې وي د اوړي رخصتیو کې باید غوښتنلیک ته د لازمو پاڼو په برابرولو کې اقدام وکړئ.

د موټیوېشن او ریکومانډېشن لیکونو د لیکلو په وخت کې خپله نظریه او خپل ځانګړي ادبیات وکاروئ ځکه هغه هئیت چې ستاسو غوښتنلیک ارزوي ډېری وخت ستاسو لیکل شوی خط په یوه انټرنیټي موندونکي ماشین کې اچوي او ګوري چې تاسو دا له کوم ځای څخه کاپي کړی؟

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د موټیوېشن او ریکومانډېشن لیکونو د لیکلو په وخت کې خپله نظریه او خپل ځانګړي ادبیات وکاروئ ځکه هغه هئیت چې ستاسو غوښتنلیک ارزوي ډېری وخت ستاسو لیکل شوی خط په یوه انټرنیټي موندونکي ماشین کې اچوي او ګوري چې تاسو دا له کوم ځای څخه کاپي کړی؟

د غوښتنلیک برابرولو په وخت کې څلورممهم ټکی دا دی چې د موټیوېشن او ریکومانډېشن لیکونو د لیکلو په وخت کې خپله نظریه او خپل ځانګړي ادبیات وکاروئ ځکه هغه هئیت چې ستاسو غوښتنلیک ارزوي ډېری وخت ستاسو لیکل شوی خط په یوه انټرنیټي موندونکي ماشین کې اچوي او ګوري چې تاسو دا له کوم ځای څخه کاپي کړی؟

که ستاسو خط کاپي ورته ثابت شي بې له ځنډه مو غوښتنلیک له پروسې لرې کوي، که چېرې مو غوښتنلیک په چاپ شوي بڼه وي بیا نو ډېری وخت دا هئیت ستاسو په سي وي، موټیوېشن او ریکومانډېشن خطونو کې لیکل شوې ژبه پرتله کوئ، که ژبه ورته یوشان ښکاره شوه بیا مو هم د غوښتنلیک لرې کېدلو امکان شته نو ښه دا ده چې موټیوېشن لیک په خپله او ریکومانډېشن لیک په هغه چا ولیکئ چې تاسو ته په ریښتیا دا لیک درکوي.

زما په ګډون ډېری محصلین دا تېروتنه کوي چې موټیوېشن، ریکومانډېشن او سي وي ټول له انټرنېټ څخه ښکته یوازې نوم یې ور بدل او بیا یې په کور دننه په خپل استاد لاسلیک کړي چې دا جعل دی او آن کېدای شي د کاپي رایټ قانون هم نقص کړي.

پنځمټکی چې ما په خپله تجربه کړی هغه دا ده چې څو څو ځلې مې هر بورس او هرې مرجع ته نژدې همدا یو شانته غوښتنلیک، موټیوېشن، ریکومانډېشن او سي وي لیکونه لېږلي چې دا د بورس اخیستنې په پروسه کې ستره تېروتنه ده ځکه موټېوېشن لیک باید داسې ولیکل شي چې ستا او د بورس له شرایطو سره نژدې بشپړ اړخ ولګوي، د هر بورس شرایط له بل هغه څخه خامخا لږ توپیر لري چې دا توپیر باید په موټیوېشن لیک کې جدي په پام کې ونیول شي ځکه هئیت ته ستا موټيوېشن لیک ستا د پوهې، لېوالتیا او ژمنتیا انځور ورکوي.

د عکس سرچینه،

شپږمټکی دا دی چې کله تاسو اسناد راټولئ او برابروئ نو هڅه وکړئ اسناد مو پوره او تائید شوې وي، له رسمي مراجعو څخه نا تائید شوي اسناد بورس اخیستلو ته ستاسو چانس صفر ته راټیټوي، هڅه وکړئ د اسنادو برابرولو په وخت کې اسناد او انګرېزي ژباړه یې په رسمي مراجعو باندې د غوښتنلیک پای نېټې د مخه تائید کړئ.

زه ډاډه یم که چېرې پورتني څو ټکي جدي په پام کې ونیول شي بورس ته ستاسو لومړنی غوښتنلیک به تاسو د دې جوګه کړي چې بهر کې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړئ.