د مصر او لوېدیځ اړیکي څنګه دي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, لیکنه: د بي بي سي د منځني ختیځ د چارو یو څېړونکی، جواد اقبال
- دنده, ژباړه: لطف الله لطیف
مصر ته د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د وسلو د لېږلو بیا پیل په داسې حال کې شوی چې ځینې څارونکي وايي د پخواني مشر حسنې مبارک د وخت په پرتله، چې د ۲۰۱۱ کال د ولسي پاڅون په وخت کې یې د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړ، د هېواد وضعیت د اوسني مشر عبدالفتاح السیسي تر واکمنۍ لاندې بد تره دی.
په تېرو څلورو لسیزو کې د امریکا متحدو ایالتونو مصر سره د پام وړ پوځي او اقتصادي مرستې کړې دي.
مصر د سیمه ییز ثبات یو مهم عامل بلل کېږي.
د یو تخمین له مخې، د ۱۹۴۸ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ مودې کې د امریکا متحدو ایالتونو مصر سره د ۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.
په دې مرستو کې د ۱.۳ میلیارد ډالرو کلنۍ پوځي مرستې شاملې دي چې له ۱۹۸۷ کال راهیسې تر اوسه روانې دي.
دا مرستې په موقتي توګه هغه وخت وځنډېدې چې ولسمشر السیسي په ۲۰۱۳ کال کې په دېموکراتیکه توګه ټاکل شوی مشر محمد مرسي له کاره ګوښه کړ.
د ۲۰۱۳ په اکتوبرکې د امریکا متحدو ایالتونو حکومت اعلان وکړ چې د پوځي وسایلو (اېف ۱۶) ډول جنګي الوتکې، اپاچي چورلکې، هارپون توغندي او ټانکونو لېږل به مصر ته وځنډوي، او دا به په دې پورې تړلې وي چې مصر د دېموکراسۍ په لور څومره پرمختګ کوي.
تېر کال هغه وخت په دې تګلارې کې بدلون ولیدل شو چې مصر ته د اپاچي چورلکو لېږلو اجازه ورکړل شوه چې په سینا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو سره مرسته وکړي.
په دې وروستیو کې ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې ۱۲ اېف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې، ۲۰ هارپون توغندي، او تر ۱۲۵ نوي ماډل اېم-۱ ابرامز ټانکونه به د ملي ګټو په خاطر مصر ته ولېږل شي.
په همدې ترڅ کې ښاغلي اوباما په مصرکې ”د تاوتریخوالي نه لرونکو فعالینو بندي کولو او ډله ییزو محکمو” په اړه د متحدو ایالتونو اندېښنې یو ځلې بیا بیان کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا برسېره ځینو نورو هېوادونو هم مصر سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.
سږ کال فرانسې پر مصر د پنځه میلیارد ډالرو برابر د وسلو پر پلورلو موافقه وکړه چې هغو کې جنګي جېټ الوتکې او جنګي بېړۍ شاملې دي.
تېر کال فرانسې د ۱،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پر مصر باندې څلور جنګي بېړۍ وپلورلې.
د تېر کال په سپتمبر کې روسیې اعلان وکړ چې مصر سره یې د ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو موافقه کړې ده.
نور کوم مالومات نه دي ورکړل شوي خو دا موافقه د روسیې او مصر تر منځ د اړیکو د ښه کېدو او د اقتصادي او پوځي همکارۍ د پراختیا یوه نښه ده.
د سږ کال په فبرورۍ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مصر ته سفر وکړ او د اتومي برېښنا د یوې کارخانې د جوړولو ژمنه یې وکړه.
مصر د خلیج د همکارۍ د شورا غړو هېوادو څخه هم د پام وړ مالي ملاتړ ترلاسه کوي چې د ځینو رپوټونو له مخې په تېر یو نیم کال کې د هغې کچه لږترلږه ۲۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
تېره میاشت د یوه کنفرانس په ترڅ کې د میلیاردونو ډالرو پانګو اچونو ژمنې وشوې.
سعودي عربستان، عربي متحدو اماراتو، کویټ او عمان په مصر کې د څه باندې ۱۲ میلیارد ډالرو پانګې اچونې ژمنه وکړه.
دا هېڅ یو هم د حیرانتیا خبره نه ده. مصر تل د منځني ختیځ یو مهم هېواد ګڼل کېده او ډېرو ورته په عربي نړۍ کې د یوه پیاوړي انډول ساتونکي په سترګه کتل.
په سیمې کې د مصر دریځ، د عربي حکومتونو او اسرايلو تر منځ د پراخې سولې لپاره مهم ګڼل کېږي.
مصر د سویز کانال کنټرولوي چې له لارې یې هر کال د نړۍ د ټولو بېړیو لسمه برخه تېرېږي.
هغه تر ټولو ستر عربي هېواد دی، ۸۳ میلیونه نفوس لري چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې کیدای شي ۱۰۰ میلیونو ته ورسېږي.
د وګړو نیمايي برخه یې له ۲۵ کلو کم عمر لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د عرب لیګ مرکز په مصر کې دی او د اسلامي پوهنې په برخه کې یو مخکښ هېواد دی.
خو د منځلاري او بنیادګر اسلام تر منځ د جګړې ډګر هم دی. په القاعدې او نورو دغه ډول غورځنګونو کې د مصري افراطیونو رول ستر او د پام وړ دی.
د القاعدې مشر اېمن الظواهري تر څنګ محمد عطا، پر امریکا د سپتمبر د یولسمې د بریدونو مشر، هم مصری و.
د دې ټولو برسېره، مصر او سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د سني مسلمانانو د سیاسي ځواک محور جوړوي.
مصر د منځني ختیځ په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو په محاسبو کې یو مهم عنصر پاتې شوی دی.
خو ځینې مبصرین وايي اوس د مصر اهمیت هغومره نه دی لکه پخوا چې و، او نور هېوادونه لکه اردن او متحده عربي امارات اوس د امریکا مهمتره متحدین دي.
ريښتیا ده چې امریکا سره د مصر نژدې والی ډېره اوږه سابقه نه لري.
د ۱۹۵۰ مو او ۱۹۶۰مو کلونو په اوږدو کې امریکا د مصر په اړه شکمنه وه، د امریکا نظریات د سړې جګړې تر اغېز لاندې وو، لکه عربي ملت پالنه او اسرايلو سره د امریکا مهمتره ستراتیژیکې اړیکې.
امریکایانو د مصر د مشر جمال عبدالناصر په هکله هم شکونه درلودل.
له دې امله مصر د ملګرتیا او پوځي ملاتړ لپاره شوروي اتحاد ته مخ واړوه.
کله چې جمال عبدالناصر په ۱۹۷۰ کې مړ شو، د مصر نوي مشر، انور سادات، هڅه وکړه چې مصر د امریکا متحدو ایالتونو سره نژدې کړي، چې بالاخره په ۱۹۷۸ کال کې یې د کمپ ډیویډ تړون لاسلیک کړ او په ۱۹۷۹ کال کې یې له اسرايلو سره د سولې پر تړون هوکړه وکړه.
د حسنې مبارک د واکمنۍ په وخت کې هم د مصر او امریکا نژدې اړیکو دوام درلود او مبارک تر پایه د یو ګټور متحد په توګه ګڼل کېده.
ځینې څېړونکي وايي چې د عملي سیاست له پلوه، په جګړه ځپلې سیمې کې د ثبات د بیا راوستو لپاره د امریکا او مصر تر منځ یوه نوي تفاهم ته اړتیا ده.
همدغه عملي سیاست دی چې د اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي منتقدین یې خواشیني کړي دي.
د هېواد بندیخانې ډکې دي. د اخوان المسلمین ډله بیا غیر قانوني اعلان شوې ده.
د هغې سیاسي ګوند، د آزادۍ اوعدالت ګوند، د محکمې د حکم له مخې منحل شوی دی.
د مصر چارواکو اخوان المسلمین د یوه ترهګر سازمان په توګه اعلان کړی دی او زیاتره مشران یې په بند کې دي.
د اخوان المسلیمین ډلې مشر محمد بدیع او د پوځ له خوا نسکور شوي انتخابي مشر محمد مرسي ته د محکمې له خوا د مرګ سزا ګانې اورول شوې دي.
د اخوان المسلیمین ډلې ډېر زیات ولسي ملاتړ نه درلود، او د زیاترو مصریانو له نظره هغوی د خپل لنډ حکومت په وخت کې د خپل کمزوري انتخابي صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیسته.
خو سره له دې هغه په دېموکراتیکه توګه انتخاب شوی حکومت و، چې په زوره له واکه لرې کړای شو.
او اوس یوازې اخوان المسلمین تر فشار لاندې نه دي. رسني هم تر کلکې څارنې لاندې دي، او د مدني ټولنې ډېر سازمانونه له فعالیته لوېدلي دي.
له ډېرو اړخونو دغه شرایط د هغو په شان دي چې دعربي پسرلي د پاڅونونو سبب شوي وو.
له دې امله، هغه کسان اندېښمن دي چې په مصر او په پراخې سیمې کې د پرمختګ او سولې هیله کوي.









