افغانستان کې نوی کال او بېلابېل دودونه

د عکس سرچینه، b
د نوي کال لمانځل له زروگونو کالو راهیسې د نړۍ په ځینو هېوادونو او زیاتره په منځنۍ اسیا هېوادونو کې لمانځل کېږي چې د ملگرو ملتونو سازمان نوی کال (نوروز) د نړۍ په کولتوري میراثونو کې شامل کړی دی.
نوی کال (نو روز) دا ورځ د ۷ هېوادونو افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د یونيسکو نړیوال سازمان له خوا د نړۍ په غیر ملموسو فرهنگي میراثونو کې شامل کړای شوی.
افغان فرهنګیان په دې باور دي چې د نوروز ورځ د کال په اوږدو کې يوه بارزه ورځ ده، نه يوازې دا په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له دې ورځې موسم بدلېږي او يو نوی فصل پيلېږي په همدې بنسټ دا د طبيعت د ځوانېدو او د طبيعت د سمسورېدو ورځ ده.
د افغانستان شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کې نوی کال په خورا لویو مراسمو سره پیل کېږي.

د عکس سرچینه، bb
د مزار شریف د نوي کال مېلې ته زرګونه افغانان د هېواد له بېلابېلو سیمو ورځي.
همدارنګه د افغانستان مرکزي ولایت بامیانو په ځینو سیمو کې لاهم د نوي کال میله په هماغه دودیزه توګه لمنانځل کېږي.
د بامیانو خلک یو څه خواړه برابروي او هغه جومات ته وړي او هالته یې خوري. له هغه وروسته بیا خپلو سیمو کې یوې دښتی ته راوځي او هلته لوبې کوي.
د بامیانو مېرمنې د نورو خوړو ترڅنګ حلوا پخوي او ډوډۍ هم ورسره په غوړو غوړه وي او میلمستیاوې برابروي.
کور په کور ګرځي، یو بل ته مبارکي ورکوي.
د بامیانو پیغلې سندرې وايي، ټالونو کې ځانګې. خو دا دودونه ورځ تر بلې پیکه کېږي بدلیږي او دا بدلونونه د وخت له بدلون څخه سرچینه اخلي اوسني ځوانان هڅه کوي، چې له اوسنیو جشنونو او دودونو سره ځان عیار کړي.
بل خوا په سویلي ولایت پکتيا کې د نوي کال ورځ په يوه غونډۍ باندې د نيالګيو ايښودلو سره پیل شوه.

د عکس سرچینه، b
په دغه ميله کې د پکتيا ولايتي شوراغړي، مدني فعالان، امنيه قوماندان، ښاروالۍ کسان او يو شمېرقومي سپینږيرو برخه اخيستې وه دوی ويل، دا کار يې په هيواد کې د سمسورتيا او ښیرازۍ په موخه وکړ.
د پکتيا ولايتي شورا منشي محمد رحمان قادري وويل، چې دوی غواړي تل د پکتيا له ولسونو سره په يو غږ د هيواد په بیا جوړونه او ښيرازۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کی معمولا هر نوروز د میرعبدالواحد شهید په زیارت کی جنډه پورته کېږي.
په دې مراسمو کې په لسګونو مخور او سیمه ییز چارواکي ګډون کوي.

د عکس سرچینه، b
خلک معمولا له ښاره وتلو سیمو ته ځي هغه سیمې چې امنیت په کې ښه وي.
په هرات کې نوروز د ځینو نورو ولایتونو په پرتله ډیر لمانځل کېږي.
د کال د ورستۍ چهارشنبې په شپه یو شمېر ځوانان ټولیږي اور بلوي او تفریح کوي.
د وری یا حمل په ۱۳ مه هم خلک هومره د ۱۳ بدر په نامه لمانځي او میلې کوي لکه د نوروز په ورځ.
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې له دود سره سم د نوي کال جشن ددغه ولایت د خاکریز ولسوالۍ د شاه مقصود آغا په زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره پیل کېږي.
ددغه جشن یا نوي کال د لمانځلو لپاره د کندهار ښار د اوسیدونکو سربیره د کوټې او چمن څخه هم پښتانه خاکریز ولسوالۍ ته ورځي.

د عکس سرچینه، b
د نوروز له مېلې یوه ورځ وړاندې لا زرګونه کندهاریان خاکریز ولسوالۍ د شاه مقصود اغا د زیارت سیمې ته تللي دي.
دغه مېله یوه اوونۍ دوام کوي، چې د ګڼو سیمه اییزو لوبو ترڅنګ د موسیقۍ پروګرامونه هم په یاده سیمه کې جوړیږي .
خو سږ کال د نورو کلونو په پرتله د نوروز رنګ یو څه په دغه ولایت کې پیکه ځکه دی، چې په یو شمېر ږغیزو رسنیو کې د ملایانو له خوا د نوروز لمانځل حرام کار بلل شوی.
تېر کال د خاکریز ولسوالۍ د شاه مقصود اغا په زیارت کې د نوروز جشن د پیل څه مخکې زیارت ته څیرمه چاودنه وشوه، چې د ځینو کسانو د ټپي کیدو تر څنګ د کندهار د ولایت مقام د دفتر مشر ووژل شو .

د عکس سرچینه، b
خو دا ځل چارواکي وایي، چې د جشن د لمانځلو لپاره یې امنیتي تدابیر پراخ کړي .
په کندهار کې بیا مېرمنې د نوروز جشن د نوي کال په لومړۍ چهارشنبې د ارغنداب ولسوالۍ د بابا صاحب په زیارت کې لمانځي.
خو دغه لمانځنه یوازې د کور د باندې د خوړو تر خوړولو پورې محدوده وي .








