د هرات 'لعل' او 'د ناوې ګوته' انګورو جشن

د لومړي ځل لپاره د افغانستان هرات ښارکې د انګورو جشن او نندارتون جوړ شوی، چې د انګورو بېلابېل ډولونه پکې نندارې ته وړاندې شوي.

په هرات ولایت کې د لومړي ځل لپاره د انګورو مېله او نندارتون جوړ شوی، چې اویا ډوله انګور نندارې ته پکې اېښودل شوي.
د عکس تشریح، په هرات ولایت کې د لومړي ځل لپاره د انګورو مېله او نندارتون جوړ شوی، چې اویا ډوله انګور نندارې ته پکې اېښودل شوي.
دغه مېله د هرات ښار چوک/ګلونو میدان کې د هرات ښاروالۍ په نوښت جوړه شوې.
د عکس تشریح، دغه مېله د هرات ښار چوک/ګلونو میدان کې د هرات ښاروالۍ په نوښت جوړه شوې.
د هرات ښاروال وايي، یو زر او پنځه سوه کیلوګرامه انګور په دې مېله کې نندارې ته وړاندې شوي، او اټکل دی چې هر کال په هرات کې د انګورو نندارتون جوړ شي.
د عکس تشریح، د هرات ښاروال وايي، یو زر او پنځه سوه کیلوګرامه انګور په دې مېله کې نندارې ته وړاندې شوي، او اټکل دی چې هر کال په هرات کې د انګورو نندارتون جوړ شي.
د هرات انګور د سیمې او نړۍ په کچه شهرت لري، خو د پروسس د امکاناتو د نشتوالي له کبله یې په زیاته کچه بهر ته د صادرولو زمینه نه ده برابره شوې.
د عکس تشریح، د هرات انګور د سیمې او نړۍ په کچه شهرت لري، خو د پروسس د امکاناتو د نشتوالي له کبله یې په زیاته کچه بهر ته د صادرولو زمینه نه ده برابره شوې.
د هرات والي د دغه نندارتون جوړېدل د بڼوالۍ د سیستم پاوړتیا لپاره ښه بللی، چې په وینا یې نړۍ ته به د هراتي انګورو د لا ښو معرفي کولو برخه کې همکاري وکړي.
د عکس تشریح، د هرات والي د دغه نندارتون جوړېدل د بڼوالۍ د سیستم پاوړتیا لپاره ښه بللی، چې په وینا یې نړۍ ته به د هراتي انګورو د لا ښو معرفي کولو برخه کې همکاري وکړي.
د هرات مشهور انګور د لعل، فخري، کشمشي، د ناوې ګوته، حسیني، سنګینک او میر احمدي په نومونو دي.
د عکس تشریح، د هرات مشهور انګور د لعل، فخري، کشمشي، د ناوې ګوته، حسیني، سنګینک او میر احمدي په نومونو دي.
بڼوال وايي، د انګورو بسته بندیو معیاري کېدو او د نړۍ بازارونو ته د انګورو د صادرولو برخه کې ستونزې لري.
د عکس تشریح، بڼوال وايي، د انګورو بسته بندیو معیاري کېدو او د نړۍ بازارونو ته د انګورو د صادرولو برخه کې ستونزې لري.
د سیمې انګورو ته د بازار موندل د دې مراسمو اصلي موخه وه، خو ترڅنګ یې دغه نندارتون د سولې په اړه هم پیغام درلود.
د عکس تشریح، د سیمې انګورو ته د بازار موندل د دې مراسمو اصلي موخه وه، خو ترڅنګ یې دغه نندارتون د سولې په اړه هم پیغام درلود.
د لعل په نامه د هرات مشهور انګور له دې کبله بهر ته نه صادرېږي، چې عمر یې کم وي او ژر خرابېږي.
د عکس تشریح، د لعل په نامه د هرات مشهور انګور له دې کبله بهر ته نه صادرېږي، چې عمر یې کم وي او ژر خرابېږي.