سکاټلنډیان د خپلواکۍ لپاره رایه ورکوي
د سپتمبر اتلسمه د بریتانيا د راتلونکي لپاره يوه ډېره مهمه ورځ ده.
د سکاټلنډ تقريبا څلور ميليونه رايې ورکونکي به ټولپوښتنه کې برخه اخلي.
په ټولپوښتنه کې به سکاټلنډیان دا ټاکي چې آیا سکاټلنډ دې یو خپلواک هېواد اوسي او کنه د بریتانیا برخه دې وي.
دواړو خواوو د خپلواکۍ د ملاتړ يا "آو" کمپاین او بریتانيا نه د نه جلا کېدو يا "نه" کمپاین پلویانو د رايو ورکونکو د راجلبولو لپاره خپلې هلې ځلې گړندۍ کړې دي.
په پخوانېو نظر پوښتنو کې د "آو" کمپاین د "نه" کمپاین په پرتله لږ څه وړاندې ښوول شوی و خو د تازه نظر پوښتنو ترمخه اوس د "نه" کمپاین ملاتړي زيات شوي دي.

خو څيړونکي وايي د دواړو سيالي به ډېره سخته وي.
بریتانيا څلور ايالتونه لري چې يو يې سکاټلنډ او درې نور انگلستان، اېرلنډ او وېلز دي.
تر دې وړاندې هم سکاټ لېنډ کې د خپلواکۍ په موخه ټولپوښتنه ترسره شوې وه.
سره له دې چې په ټولپوښتنه کې د رايو ورکونکو د گډون شمېر کم و خو اکثريت یې له بریتانيا سره یو ځاى پاتې کېدل غوره گڼل.
په ١٩٩٩ کال کې په لومړي ځل د سکاټلنډ پارليمان پرانستل شو او هم دې اوسنۍ ټولپوښتنې ته لاره هواره کړه.
سکاټلنډ ولې جلا کېدل غواړي

په ٢٠١١ کال کې د سکاټلنډ ملي گوند، اېس–اېن – پي د سکاټلنډ په پارليمان کې پراخ اکثريت تر لاسه کړ.
په داسې حال کې چې د لويو سياسي گوندونو خپلې هلې ځلې په لندن کې برتانوي پارليمان ته محدوده کړې وې.
د الکس سامن تر مشرۍ لاندى اېس– اېن- پي ټول پام د سکاټلنډ سياست ته اړولی و او پر دې یې د خلکو د قانع کولو هڅه کوله چې خپلواکي د سکاټلنډ د ښې راتلونکې په ګټه ده.
د سکاټلنډ ملي گوند په پیل کې پارليمان ته د لا زيات واک اختيار ورکولو غوښته کوله خو لومړي وزير وويل چې سکاټلند ته به پرېکنده پرېکړه کول وي.
د سکاټ لنډ ملي گوند گيلې کوي چې ډېر واک د لندن له ویسټمنسټر سره دى.

د بریتانيا درې واړه لوی سياسي گوندونه وايي دوی ژمن دي چې د سکاټلنډ پارليمان ته به نوي واکونه ورکوي اود روغتيا په څانگه کې به ورته بشپړمالي چارې سپاري.
خو اېس اېن پي وايي د واک د اختيار يواځنې لاره خپلواکي ده.
ځېنې څيړونکي وېره لري چې ښايي سکاټلنډ به ونکړای شي چې په يواځې سر خپلې مالي چارې پرمخ بوځي








