د ملي يووالي حکومت پرجوړېدوڅه فکرکوئ؟

د عکس سرچینه، AFP

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايو ارزونې بهيرله څو ځلي ځنډ څخه وروسته په پاى کې بيا پيل او پرمخ روان دى.

په پام کې ده،چې د دې ارزونې په پايله کې د ولسمشرۍ گټونکى نوماند له بايلونکي هغه سره د ملي يووالي حکومت جوړ کړي.

د ملي يووالي د حکومت جوړېدل د هغه موافقې يوه برخه ده ،چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو په تړاو د رامنځ ته شوي کړکېچ د هواري په موخه يوه مياشت مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کېري په منځگړتوب نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله پرې هوکړه وکړه.

تاسو د ملي يووالي د حکومت پرجوړېدو څه فکر کوئ ؟

په دې اړه په پروگرام کې د غږېدا لپاره د سه شنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

تاسو دارنگه کولاى شي، چې په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم په دې اړه خپلې نظرېې پرېږدئ