کانکور سره تړلې ستونزې څنگه هوارېدى شي؟

د عکس سرچینه، Getty
په افغانستان کې د ١٣٩٣ کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې دي.
دې امتحانونو کې د ټول هېواد په کچه ٢٢٩٠٠٠ زده کوونکو برخه اخيستې وه، چې ١١٠٠٠٠ ورڅخه بيلابيلو پوهنتونو او د لوړو زدکړو نورو ادارو ته بريالي شوي دي.
دا ځل هم د تېر په څېر دا ازموېنې له نيوکو او ادعاو ډک وې.
ځيني زده کوونکي ان احتجاجونو ته راوتي وو.
دا اوونۍ ستاسې غږ کې په دې خبرې شوي چې تاسو د کانکور په تړاو د حکومت گامونو ته څنگه گورئ؟
ايا يواځې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو ادارو ته لار موندنه زده کوونکو لپاره يواځينۍ لار ده؟
د خپرونې کوربه عنايت الحق ياسيني دى.




