ورځپاڼې، کب ۱۷، د ښځو نړیواله ورځ

ښځې
د عکس تشریح، د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.
    • Author, احمد ضياء رحيمزی
    • دنده, افغان ورځپاڼه ليکونکی

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (شنبه/کب ۱۷- مارچ اتمه) تر ډېره بریده دوه موضوعات څېړلې دي چې د مارچ له اتمې یا د ښځو د نړیواله ورځې لمانځنه او د ملي اردو پر یوه پوسته د امریکایي ځواکونو بمبار چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه، هغه مهم سرټکي دي چې ورځپاڼو پرې بحث کړی دی.

هشت صبحورځپاڼه د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ یادوي خو له دې ټکي ګیله لري چې په افغانستان کې د ښځو دحقونو بحث تر ډېره بریده سیاسي او پروژه یي شوی دی اولیکي چې سیاست وال، د ولسمشرۍ نوماندان او چارواکي په ټولیزه توګه د ښځو له حقونو خبرې کوي، خو د ورځپاڼې په کرښو د ښځو دحقونو داعادې او دهغه لاملونو د پېژندنې په اړه یې چې پر ښځو روان ظلم توجیه کوي، هیڅ لیکل شوی پروګرام نه دی وړاندې کړی.

دغه ورځپاڼه وړاندې د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځینو سیاستوالو او د ښځو د حقونود فعالینو له خوا د محفلونو جوړول، ویناوې او دګلونو د ګېډیوپر ویش هم ګوت نیونه کوي او پدې اند ده چې د مارچ اتمه د مجلس او محفل نیولو ورځ نده او باید د ښځو دحقونو فعالین پدې ورځ د خپلو هڅو د دوام ژمنه وکړي.

هشت صبح همدارنګه پدې نظر ده چې د ښځو حقونو په اړه همدا پروژه یی او د ګټې اخیستنې نظریه ددې لامل شوې چې پدې برخه کې لس دوولس کلن فعالیتونه ، لکه څه ډول چې انتظار یی کېده، لاس ته راوړنه ونه لري او وړاندې لیکي چې د ښځو چارو وزارت چی وایی ددوی دنده د پالیسیو جوړول دي،څرګنده نده چې تر دې دمه یې کومې پالیسۍ جوړې کړې دي؟

جامعه باز یا پرانیستې ټولنې ورځپاڼه ددې لپاره یو ښه فرصت ګڼي ترڅود ښځو د ژوند ستونزې او مشکلات وارزول شي او لیکي چې سږ کال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې را غبرګه شوه چې په افغانستان کې د ټاکنیزو تبلیغاتو بازار ښه ګرم دی.

یاده ورځپاڼه وړاندې بیا لیکي چې که څه هم دا موضوع د پاملرنې وړ ده چې څومره افغان مېرمنې به د رایې ورکونې صندوقونو ته ولاړې شي، خو د ورځپاڼې په کرښو، تر دې هم مهمه موضوع د هغو ښځو لیدلوري ، غوښتنې او نظرونه دي چې په پوره پوهاوي سره یې د ښځو دحقونو په رابطه د ولسمشرۍ د نوماندانو د راتلونکو کړنو په تړاو د ټاکنیزو تبلیغاتو پروسه څېړلې ده.

ملي آرمان ور ځپاڼه هم د ښځي د نړیوالې ورځې په تړاو پوښتنه کوي چې آیا ددې ټول تاوتریخ والي سره سره ، بیاهم د ښځو درناوی کوو؟ اود وروسته بیا د ختمېدونکي لمریز کال په ترڅ کې د افغاني مېرمنو په وړاندې د تاوتریخ والي د څو پېښو یادونه کوي او پدې اند ده چې له عدلي تعقیب څخه د مجرمینو د خلاصېدو موضوع،ددې سبب ګرځي تر څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخ والي د پېښو د تکرار لامل ګرځي.

انیسدولتي ورځپاڼه هم په همدې تړاو لیکي چې ښځې ته درناوی لري ځکه ښځه مور ده او وړاندې بیا د اسلامي شریعت اوافغاني ارزښتونو په رڼا کې د ښځې قدر او منزلت تشریح کوي.

دغه دولتي ورځپاڼه همدا رنګه هغه فعالیتونه هم یادوي چې افغان دولت د طالبانو تر سقوط وروسته د افغاني مېرمنې په اړه ترسره شوي فعالیتونه هم یادوي او پدې اند ده چې افغان دولت پدې موده کې تر خپله بریده هڅه کړې چې د ښځې ټول حقونه اعاده او خوندي کړي.

اطلاعات روز ورځپاڼه بیا لیکي چې د مارچ اتمې د هغه کیسې او شیرینیو بڼه خپله کړې ده چې هر کال تکرارېږي او په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې د مارچ د اتمې د نمانځلو له بڼې یادونه کوي لیکي چې په افغانستان کې له هغه ټولو بنوڅخه په توپیر چې په نړۍ کې رواج دي، نمانځل کېږي.

سرنوشتاو ویسا ورځپاڼو دواړو بیا نن په لوګر ولایت کې د ملي اردو پر سرتېرو د امریکایي ځواکونو بمباري څېړلې او د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې پر ملي اردو له ترسره شوي څه موده وړاندې برید سره یې پرتله کړی دی .

سرنوشت ورځپاڼه پدې نظر ده چې د لوګر د دوه ورځې وړاندې برید د کونړ د غازي اباد له پيښې وروسته دا افغان ځواکونو ته اوښتې لويه مرګ ژوبله ده او وروسته بیا لیکي چې د لوګر پيښه ښکاروي چې امريکايي ځواکونه زموږ متحدين، ستراتيژيک دوستان، سوله ساتونکي او د بشري حقونو ملاتړي نه دي، بلکې د ورځپاڼې په کرښو دوى هم د وسله والو طالبانو په شان له افغانانو سره دښمني او ترهګري کوي.

یاده ورځپاڼه وړاندې بیا د مدني ټولنو د بنسټونو، دولت او سیاستوال او کارپوهان ټول ملامتوي چې ولې یې په لوګر کې د امریکایانو په بمبارۍ کې دملی اردو مرګ ژوبلې ته پاملرنه نده کړې اوپوښتنه کوي چې که رښتيا هم دغه کسان افغانستان ته ژمن وي او افغان ځواکونه خپل ګڼي، نو بيا ولې د لوګر پر پيښه غلي دي؟

ویساورځپاڼه په لوګر ولایت کې د امریکایانو د بمبارد په پایله کې د ملي اردو د سرتېرو د وژل کېدو پېښې په اړه پوښتنه کوي چې افغان ولس پر کوم لور روان دی؟ او وړاندې لیکي چې د لوګر په څرخ کې بهرنیو ځواکونو چې د ملي اردو پر پوستو بمباري وکړه، نه یوازې یو وحشت و چې تکرار یې کړ، بلکې د درواغو، تزویر او غلطیو یو بل اړخ یې هم رسوا شو.

دغه ورځپاڼه هم د سرنوشت په څېر د لوګر په ولایت کې دملي اردو پر پوستو د امریکایي ځواکونو د بمبار پېښه، څوورځې وړاندې دکونړ ولایت د غازي آباد په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو مخالفینو له برید سره پرتله کوي اوپدې اند ده چې د لوګر پېښې وښوده چې دلته د امریکایي ځواکونو مطلب مرسته او ملاتړندی بلکه د ورځپاڼې په کرښو د غمېزو اوږدول او د بدمرغیو ژورول دي.