ستاسې نظر: کانکور کې د درغلیو مخه نیول

- Author, وړاندې کوونکی
- دنده, محمود کوچی - کابل
که څه هم په افغانستان کې هر کال د کانکور د ازموینې پر سر لانجې ګونجې زیاتیږي، خو سږنی کال ډېر وختي یعنې د ازموینې د پایلو له ډاګیزه کېدو د مخه ناندرې راپورته شوې.
تېره اونۍ په لوګر ولایت کې داسې ویل کېده چې سیمه ییزو چارواکو په ازموینه کې لاس وهنه کړې او خپلو خپلوانو ته یې د ازموینې پر مهال نقلونه ورکول، چې له همدې کبله دغه ازموینه بې اعتباره ونومول شوه او د لوړو زده کړو د وزارت چارواکو ویل چې دغلته دې بیا له سره ازموینه واخیستل شي.
وړمه ورځ بیا د غزني په ولایت کې همداسې کړکېچ راوټوکېد، د دغه ولایت یو شمېر زده کوونکو ګیلې مانې لرلې چې په ازموینه کې ټولې پوښتنې په دري ژبه وې او دوی پرې نه پوهېدل.
د (ستاسو نظر) په پروګرام کې به له تاسو واورو چې ایا د کانکور په ازموینه کې د سیمه ییزو چارواکو لاسوهنو ته په کومه سترګه ګورئ؟ ایا هغه کسان چې په نقل کولو سره غواړي پوهنتونونو ته لاره بیامومي دا به د هغو زده کوونکو پر حقونو تېری نه وي، چې ټول عمر یې خوارئ او زحمتونه ګاللي دي؟ او څنګه کیدای شي چې د ازموینو په بهیر کې د نا مسوله کسانو د لاسوهنې مخه ونیول شي؟
که په دې اړه نظر یا څه ویل لرئ،نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته په دې شمیره زنګ ووهئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ دا رنګه د بي بي سي په <link type="page"><caption> پښتو فېسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link> کې را ته خپل نظر او د تیلېفون شمېره ولیکئ، چې بیا موږ درته زنګ ووهو.




