د ځوان او خوښ اوسېدو هنر؟

- Author, نورمحمد سعید
- دنده, کابل
د يوې معاصرې مجلې مسوول مدير ګيله کوله، چې اکثر کارپوهان ليکوال نه دي او ځیني ليکوال بيا يوازې تخيلي خبرې کوي، ځکه يې د مجلې لپاره داسې ليکنې موندل، چې د مسايلو تشريح او حل په کې يوځاى شوي وي، خورا ستونزمن کار وي.
تر يوه حده ښايي دا خبره سمه وي، خو نن سبا د ژباړې هنر ښه وده کړې، چې دغه کار بيا د مسلکي او علمي ليکنو تشه هم تر څه حده پوره کړې ده.
خو دې سره هم ویلای شو، چې د مسلکي او علمي لومړى لاس معلوماتو د ژباړو لړۍ لا هم په لومړي پړاو کې ده او ډېر لږ داسې ژباړونکي لرو، چې په معيار برابره ژباړه کولاى شي.
غنيمت بويه چې دې لور ته پام اوښتى او ځوان او تجربه کار ليکوال کرار کرار د ليکوالۍ او ژباړې پراخ نړیوال ډګر ته درومي.
ډاکټر محمد حنيف حيران د ځوانو ليکوالو له همدې ډلې څخه یو دى، چې په خپله ژبه کې يې د ليک معيار پوخوالي ته رسولي او له هغه وروسته يې ژباړې ته مخ اړولى.
ډاکټر حيران شاعر دى، ځکه د اصطلاحاتو پر ځاى کارول، د جملو جوړښت او په ټول کې د ژبي په لوړو ژورو ښه پوهیږي.
بل هنر يې دادى، چې په معاصر طب پوهيږي او په اسانۍ کولاى شي، پيچلې طبي ژبه د خپل لوستونکي لپاره اسانه او د پوهېدو وړ کړي. د ډاکټر حيران همدا هنر د نوموړي په نوي چاپ شوي کتاب" د ځوان او خوښ اوسېدو هنر " کې له ورايه معلوميږي.
موضوع
دغه کتاب د روان پېژندنې پر موضوع د ٣٤ ژباړل شويو مقالو ټولګه ده. دغه مقالې له بېلابېلو سرچينو اخيستل شوې دي، خو موضوع يې تر ډېره حده د رواني درملنې په رڼا کې د سالم فکر او بدن درلودلو لارښوونې دي.
یاد کتاب په ۱۱۸ مخونو کې د پښتو کاروان ژباړې مرکز لخوا ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی او خپله ژباړن کمپوز کړی دی.
کتاب کې د شته مقالو د لیکوالو نومونه نه دي یاد شوي، چې د ژباړن په وینا مقالو کې یې د خپلو معلوماتو شاملولو له کبله دغسې و نه کړل.
دغسې په ځینو مقالو کې لیکوال له موضوع وتلی معلومیږي، خو دلته هم د اصلي لیکوال نه معلومېدو له کبله سړی نه پوهېږي، چې د اشتباه مرتکب څوک وبولي.
ډاکټر محمد حنیف حیران تر دې وړاندې هم په ورته سکالو د " اروايي خوښي او بدني ځواک " په نوم کتاب ژباړلی دی چې ليکوال يې ډاکټر شبير حسين دی.
په ټول کې د کتاب د موضوع اهمیت ته په کتو سره یې ویل کېدای شي، چې د ډاکټر حیران هڅه د ستاینې وړ ده.








