ستاسې نظر: د روغتیا لپاره سابه ګټور دي که غوښه؟

- Author, وړاندې کوونکی: شير اغا کريمي
- دنده, لندن
په دې وروستیو څو کلونو کې خلکو د خپلې روغتيا او سلامتيا په موخه په تېره بيا په لوېديځه نړۍ کې د غوښې پر ځاى زيات ترکارۍ ته مخه کړې.
د ځينو پلټنو له مخې اروپا کې د اوسېدونکو ٦ سلنه او په امريکا کې ٤ سلنه يې د غوښې پرځاى له سبو نه استفاده کوي.
د هند ډيرى وگړي بيا د مذهبي دلايلو له مخې د غوښې پر ځاى سابه خوري.
په افغانستان کې په تيره بيا په لويو ښارونو کې ځينو ځوانانو او يو شمېر کورنيو هم د بېلا بېلو لاملونو له مخې د غوښې پر ځاى سبو ته مخه کړې.
دا اوونۍ ستاسې نظر پروگرام کې غواړو له تاسو درنو اورېدونکو واورو چې ستاسو په اند د انسان روغتيا او سلامتيا ته غوښه که سابه ، گټور پريوزي او ولي؟
تاسو په خپلو ورځنيو خوراکي توکيو کې کوم يوه ته زيات ارزښت ورکوئ، سبو او که غوښې ته؟
کولى شی ( د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې ) پدې اړه خپل نظر يا تجربه را سره شريک کړئ
د تیلیفون شمېره مو ده: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
د خپل لنډ تیلیفوني يا ايس ايم ايس پيغام لپاره دغه شمېره وکاروئ: ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
د برېښنا لیک پته ده :[email protected]








