د پښتو نړېواله ورځ څنګه ولمانځل شوه؟

پښتو په رياست او سياست کې بې سرپرسته او بې سرنوشته ده.
د عکس تشریح، پښتو په رياست او سياست کې بې سرپرسته او بې سرنوشته ده.
    • Author, خان زمان کاکړ
    • دنده, کوټه

پرون، د جون پر ۲۱ مه د پښتو نړېواله ورځ ولمانځل شوه. داسې ولمانځل شوه لکه نه چې وي لمانځل شوې.

تش په ټولنيزو رسنيو کې د "پښتو نړېواله ورځ مو مبارک شه" پېغام باندې اکتفاء وشوه. د ژبې د پايښت او پرمختګ په هکله د کومې لويې قامي پروژې اعلان به د قامي رياست مسووليت جوړېده، چې هغه مو نه درلود.

پرون راته د پښتو وتلي شاعر رحمت شاه سايل ويل چې يو سړي ورته ټیلیفون کړی و، چې نن د پښتو نړېواله ورځ ده خو د پښتنو په قامي مرکز پېښور کې هېڅ غونډه او پروګرام نشته. سايل صاحب ورته ويلي و، چې پېښور اوس د دې نه پاتې دی.

دا د پښتو، د پښتو سندرې او څېړنې ضامن پېښور چا داسې کړ؟ په دې هغه څوک پوهېږي، چې د رياست د سياست د رموزو مطالعه لري.

سبا به په کوټه کې د لوی افغان مورخ استاد احمد علي کهزاد ياد غونډه کېږي.

ماته شخصاً پته ده، چې د استاد کهزاد د ياد غونډې ترتيبونکی تنظيم "پښتو ادبي غورځنګ" له څومره مالي او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ دی.

پښتو په رياست او سياست کې بې سرپرسته او بې سرنوشته ده، د پښتو ادبي غورځنګ غوندې واړه تنظيمونه، د معاشي کساد بازارۍ په دې دور کې څنګه کولی شي، د ژبې د پايښت او پرمختګ عمل دوامداره وساتي؟

رياست او سياست پر ځای د دې چې مرسته وکړي، خنډونه ايجادوي، پر ژبه سياست خو کېږي لېکن د ژبې لپاره کار نه کېږي.

د پاکستان په جغرافيه کې د تاريخ جبر مېشت کړي میلیونونه پښتانه يو پښتو چېنل نه لري، په دې دومره پراخه سيمه کې د پښتو يوه وېبپاڼه نشته، يوه د لوستلو وړ پښتو ورځپاڼه نشته او يوه څېړنيزه اداره نشته.

پښتو په ښوونځي، دفتر، عدالت او مارکېټ کې نشته. د دې په نتيجه کې اوس پښتو له ټولنې هم ټولېږي.

يو خطرناک Language shift تر سترګو کېږي، چې د ژبې د فطري بدلون پر ځای د ژب وژنې (Linguistic genocide) صورت لري. ځکه چې پاکستان د خپل لومړۍ ورځې نه د قامي ژبو له وجوده منکر دی او د خپلې رياستۍ پاليسۍ له لارې ټولې ژبې د اردو په خوُله ورکوي.

په نړېواله کچه د ژبې او طاقت د ليد لوري له سياسته لرې پاته پښتانه تر اوسه په دې کې بريالي نه شول، چې د ژبې موضوع له اخلاقي چوکاټه را وباسي او د ژبې د سياست هنګامي پروسې ته ځير شي.

ژبه د يوې لويې سياسي پديدې، پروژې او آلې په توګه کار کوي، دا د طاقت د تګلوري يو موثر متغير دی. ژبه کومه جذباتي فېنومينا او عشق نه دی.

په اوسنۍ نړۍ کې د ژبې د پايښت او پرمختګ موضوع په يو لړ علمي، اقتصادي، سياسي او رياستي مواردو پورې تړلې ده.

موږ دا حقيقت کله هم تر بحث لاندې نه دی راوړی، چې په پښتو کې د علمي موادو ډېره زياته نېستي ده، پښتو زموږ علمي ضرورت نه شي پوره کولی او په پښتو کې د علم پېداوار په نشت حساب دی.

زموږ په ژبه کې شاعرانه روايت مضبوط پاته شوی خو دانشورانه روايت کله هم پاته شوی نه دی. موږ د ساينس، فلسفې، ادبياتو او نورو ټولنيزو علومو بنيادي مواد هم په خپله ژبه کې نه لرو، په دې صورت کې خو به يا موږ ناخبره اوسو او يا به نورو ژبو ته رجوع کوو.

دا "رجوع" آخر په دې تمامه شي، چې سړی له خپلې ژبې پرې شي. د يوې ژبې علمي خوارځواکي د ژبې لپاره په مرګوني ناروِغۍ تمامېږي.

زموږ ژبه د اقتصاد ژبه نه ده. له موږ سره ستونزه دا هم ده چې په وچه کې راګېر وطن کې مو تر اوسه يو اقتصادي مرکز ونه درلود.

د تاريخ په اوږدو کې تر اوسه کله هم زموږ ژبه او ډوډۍ په داسې توګه سره ونه تړل شول، چې قام ځان ته راجلب کاندي.

تر اوسه زموږ او د ژبې تعلق يو ډول اخلاقي غوندې تعلق پاته شوی. چې ژبه د مور په مثال ده او د دې خدمت پر موږ فرض دی.

موږ ولې په دې باندې ځان نه پوهوو، چې په دې نوې لبراله نړۍ او آزاد مارکېټي ژوند کې د "خدمتونو" هېڅ ارزښت نشته.

په دې کې هر څه پر ګټه بناء دي، موږ څنګه کولی شو، چې خپله ژبه د خپلې ګټې ژبه کړو؟ يوه داسې ژبه چې نه يوازې موږ ته په دې نړۍ کې د بقاء ضمانت راکړي بلکې په دې واسطه خپله بقاء هم يقيني کړي.

زموږ د پښتو قلموال تر اوسه هم خدايي خدمتګاران دي، پښتو د دوی د کار په بدل کې دوی ته هېڅ هم نه ورکوي.

د نېشنلزم د يو خاص ډول تربيت په سوب، څوک خپل دا پوزيشن چېلنج کولی هم نه شي، ځکه چې بيا د اخلاقياتو موضوع مطرحه شي او په زغرده پر سړي د مفاد پرست لېبل ولګېږي.

زه نه پوهېږم، چې د پښتنو په نېشنلزم کې کټه ولې دومره ناروا شی ګڼل شوی دی؟ موږ لکه چې په دې دنيا کې ژوند نه کوو، چېرته په خلاء کې اوسو.

ما يو ورځ د پښتو يو ليکوال چې د انګرېزي ادبياتو پراخه مطالعه لري، وويل چې ته بايد له انګرېزي څخه پښتو ته ژباړې وکړې، نو هغه راته وويل چې د دې به هغه ته څه ګټه وي.

نه پرې پېسې لاس ته راځي او نه هم د هغه نوم ته څه خاص ګټه رسوي. هغه کومه غلطه خبره نه کوله، دا د دې اوسنۍ نړۍ ډېر تريخ حقيقت دی، موږ بايد دا حقيقت له پامه ونه غورځوو.

د ژباړې ډېر لازمي کار په څو کسانو نه کېږي، د دې لپاره ادارې پکار دي او د رياست په سربراهي کې پکار دي، همداسې د فولکلور مسئله ده، له موږ څخه خپلې اولسي شتمنۍ ورکېږي او بربادېږي، داسې څوک نشته چې د دې د خوندي کولو مسووليت ومني.

زموږ پښتانه ملتپال د خپل سياسي دريځ د وړاندې کولو لپاره د اردو ټلوېزیوني چېنلونو مخه کوي، هلته دوی اوس تر دې حده په اردو اوښتي چې که په پښتو ترې د هغو خبرو کولو غوښتنه وکړې نو ډېر په مشکل سره به يې وکړي.

ژبه په خپله يو ټولنيز عمل دی، له بده مرغه، په اردو رسنيو کې اوس زموږ د ملتپالو مشرانو سياسي روزنه روانه ده.

دلته په پاکستان کې بې شمېره پښتانه ارب پتيان پراته دي، دوی تر اوسه دا هم احساس نه کړه چې په الېکټرانیک مېډيا کې دا وخت د کوم نوعيت اقتصادي ګټې کېږي.

په دوی کې يوه هم دې ته زړه ښه نه کړ، چې يو پښتو چېنل پرانيزي، دا به نه يوازې د ژبې او قام د غږ د رسولو او توانمنولو واسطه وه بلکې د کاروبار يوه ښه ذريعه به هم وه.

موږ بايد په خپله ځان ته د خپل کاروبار سرچینې ولرو او په خپله ژبه کې يې ولرو. تر څو چې مو ژبه د کاروبار ژبه نه شي، ډېره به ګرانه وي چې د ټولنې په منځ کې وپايي.

ځکه چې د ګلوبلايزېشن، سايبر سپېس ټکنالوژۍ، اين جي اوګانو او رياستي پاليسيو په نتيجه کې د کولتوري يرغلونو ډېرې خطرناکې څپې راروانې دي.

موږ قطعاً نه شو کولی د دې څپو مخنيوی د "ژبې د خدمت" تر سرليک لاندې وکړی شو، بلکې د دې مخنيوی به په يوه هر اړخيزه قامي پاليسي کول وي او دا کار يوازې يو قامي رياست کولی شي.

د يو قامي رياست د تشکيل لپاره چې کوم فکټورونه لازم دي، پر دې باندې د سوچ کولو ضرورت دی.