"پاکستان او هند له ۲۰۰۳ کال راهیسې بیا د یو بل پرضد سخت تاوتریخوالی کوي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
هندوستان ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او هند ترمنځ د لاین اف کنټرول په شاوخوا سیمو کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د دواړو هېوادونو په ورځپاڼو کې ډیر مطالب خپاره شوي دي.
هندۍ ورځپاڼې د هندوستان ټایمز په یوه رپوټ کې ویلي، له تازه برید وروسته چې درې پاکستاني سرتیري او ۱۱ ملکي وګړي پکې ووژل شول، د پاکستان پوځي چارواکو له هندي لوري سره اړیکه نیولې او په دې تړاو یې خبرې کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي، هندي لوري د ملکي وګړو د وژل کیدو له امله خپګان ښوولی او ویلي یې دي، دوی هغه ځایونه په نښه کړي، چې پاکستاني لوري پکې له اوربنده سرغړونه کړې.
له دې وړاندې د پاکستاني لوري له خوا په ډزو کې دوه هندي سرتیري وژل شوي وو.
ورځپاڼه د څارونکو په حواله زیاتوي چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې اوسنی تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ له سختو وسله والو بریدونو څخه دي.
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم په دې اړه مطالب خپاره کړي او په یوه رپوټ کې د پوځي چارواکو په حواله تور پورې شوی چې هندی لوری دغه بریدونه د دې لپاره پراخوي چې د "نیول شوي" کشمیر له مسلې د نړیوالو پام بلې خواته واړوي او د لاین اف کنټرول سیمه کې ملکي وګړي په نښه کوي.
امریکايي ورځپاڼو د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د کابینې د نویو غړو د ټاکلو په اړه ډیر مطالب خپاره کړي، په همدې لړ کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي چې د وزیرانو په توګه د دوو مېرمنو په ټاکلو سره ښاغلي ټرمپ په کابینه کې د جنسیت رنګارګۍ ته پام اړولی.
خلک:

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین ورځپاڼې (the people ) د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی او پکې ویل شوي چې د امریکا د نوي ولسمشر په راتګ سره د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ یو نوی پړاو پيلیږي، خو زیاتوي چې نه به د چین او امریکا او نه هم د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکي یوه نا متوازن ته حالت ته ورسیږي.
دا ورځپاڼه د چین او روسیې د اړیکو په اړه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي باید انعطاف ولري او د لا ډیرو هغو برخو په لټه کې شي چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې پکې نغښتې دي.








