اشرف غني: د پارلماني ټاکنو نېټه دې پېشنهاد شي

د عکس سرچینه، AFP
افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون له غړو سره په لومړنۍ ليدنه کې له دوی وغوښتل چې د پارلماني ټاکنو لپاره يوه نېټه پېشنهاد کړي.
د افغانستان پارلماني ټاکنې د ټاکنیزو کمېسيونونو د نه چمتووالي او بوديجې نشتوالي له امله تر نامعلومې مودې ځنېدلې دي.
له ارګه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، ولسمشر غني ويلي د اصلاحاتو ځانګړی کمېسيون دې خپلې چارې په بې پرې ډول ترسره کړي.
ده له کمېسيونه وغوښتل چې د خلکو باور ترلاسه کولو لپاره بايد بشپړه بې طرفي وساتي.
د انتخاباتي نظام بدلون، د رايې ورکوونکو نوملړ، انتخاباتي حوزو کې بدلون، د ملي شورا د نومانانو لپاره شرايط، د رايې ورکولو له مرکزونو د خلکو فاصله، د ټاکنیزو کمېسيونونو د غړو غوره کولو شرایط، د روڼوالي کمېټې جوړول هغه وړانديزونه دي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون کړي.
ولسمشر اشرف غني وايي د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون به خپل کار ته دوام ورکړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوی د کار ملاتړ کوي.
په افغانستان کې تېرې ټاکنې له ستونزو سره مخامخ وې او په ټاکنيزو کمېسيونونو تور دی چې ګواکې په ټاکنو کې يې د يوه لوري پلوي کړې ده.

د عکس سرچینه، none
د ولسمشرۍ په وروستيو ټاکنو کې چې تېر کال وشوې، پايلې يې د اوسني اجراييه مشر عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې و نه منلې.
دوی ادعا کوله چې ګواکې په ټاکنو کې درغلي شوې او له همدې امله يې د نړيوالو څارونکو پر وړاندې د رايو بيا شمېرلو غوښتنه وکړه.
سره له دې چې د نړيوالو څارونکو پر وړاندې د رايو لويه برخه له سره وشمېرل شوه، خو د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې و نه منلې او له اوونيو سياسي لانجو وروسته د ملي يووالي حکومت جوړ شو.
کابو دوه مياشتې وړاندې د افغانستان حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسيون جوړ کړ چې د تېرو ټاکنو تجربو ته په کتو د ټاکنو د ستونزو کچه راکمه کړي.
دغه کمېسيون وايي په تېرو ۴۵ ورځو کې يې اوو ولایتونو ته سفر کړی او په ټاکنيز نظام کې د سمون راوستو په موخه يې د خلکو وړانديزونه ترلاسه کړي دي.








