حکومت ته د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون خپله طرحه وړاندې کړه

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د خپل کار لومړنی پړاو پای ته ورساوه او خپله لومړنۍ طرحه یې د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ته وړاندې کړه.
د دغې طرحې یوه برخه په ټاکنیز نظام کې د بدلون راوستل دي.
په دغې طرحې کې یوولس وړاندیزونه شوي دي چې یو یې هم د رای ورکولو اوسنیو کارتونو باطل اعلانول دي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مشر شاه سلطان عاکفي وايي په افغانستان کې شاوخوا دیارلس میلیونه وګړي رایه ورکوي، خو تر شل میلیونو ډېر کارتونه ویشل شوي دي.
ښاغلی عاکفي وویل د ټاکنیزو اصلاحاتو په موخه د دوی وړاندیزونه په کابل او نورو ولایتونو کې له خلکو سره د خبرو پر بنسټ وړاندې شوي دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو بنسټونو مشورې هم ورسره وې.
د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله دغه وړاندیزونه هر اړخیز وبلل او وايي په جدي توګه پام ورته کوي.
په افغانستان کې د تېرو پړاونو ټاکنې لانجمنې وې او د پراخو درغلیو تورونه هم پکې وو.

له هغې ډلې د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې چې پایله یې د ولسمشرۍ نوماندانو ته د منلو نه وه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو.
د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون وايي د خپل کار په لومړنیو پړاونو کې دی او د پلي کېدو لپاره یې زیات پړاونه په مخ کې دي.








