انځوریز رپوټ: د ځمکنیو توتو سپوږمۍ څنګه د نړۍ اسمان ښایسته کړی و؟

"توتۍ سپوږمۍ" له طلايي رنګ سره د اروپا پر اسمان- د انګلستان لیسټر ښار

د عکس سرچینه، Mike Spencer

د عکس تشریح، "توتۍ سپوږمۍ" له طلايي رنګ سره د اروپا پر اسمان- د انګلستان لیسټر ښار
    • Author, ايمي فيبس
    • دنده, بي بي سي نيوز

توتۍ یا د "ځمکنیو توتو" سپوږمۍ په اوړي کې د ګرمۍ له موسم پیلېدو سره د نړۍ اسمان څنګه ښایسته کړی و. دلته یې ځینې اخیستل شوي انځورونه وړاندې شوي.

په بریتانیا کې د عکاسۍ مینه والو د "توتۍ سپوږمۍ" انځورونه اخیستي چې د شنبې په ورځ د ګرینوېچ پر وخت د ګهیځ له نهو بجو د یکشبنې سهار له کابو ۴:۳۰ پورې ټولو خلکو لیدلی شوه.

"توتۍ سپوږمۍ" په اوورسیل، دیرپیشایر کې - د یکشنبې ورځې ۳:۴۲ بجې

د عکس سرچینه، tracey1978tails

د عکس تشریح، "توتۍ سپوږمۍ" په اوورسیل، دیرپیشایر کې - د یکشنبې ورځې ۳:۴۲ بجې

باور کېږي چې د "توتۍ سپوږمۍ" نوم له جونکوین قبیلو راغلی- دا خلک د شمال امریکا بومي وګړي دي- هلته جون میاشت د حاصلاتو د رسېدو او دځمکنیو توتو د حاصل اخیستو وخت دی.

"توتۍ سپوږمۍ" په کورنوال کې د سانت مایکل غره پر سر د کلا پر اسمان زړه راښکونکې منظره جوړه کړې ده

د عکس سرچینه، Kris Meaden

د عکس تشریح، "توتۍ سپوږمۍ" په کورنوال کې د سانت مایکل غره پر سر د کلا پر اسمان زړه راښکونکې منظره جوړه کړې ده
توتۍ سپوږمۍ په اوړي کې د ګرمۍ د موسم له پیلېدو سره (لوېدیځ یورکشایر، فلوکټون سیمه)

د عکس سرچینه، Sue

د عکس تشریح، توتۍ سپوږمۍ په اوړي کې د ګرمۍ د موسم له پیلېدو سره (لوېدیځ یورکشایر، فلوکټون سیمه)

عکاس مایکل ویک "توتۍ سپوږمۍ" دا انځور د سنډرلانډ سیمې پر سر د سپوږمۍ له راښکاره کېدو سره د خپلې کامرې سترګۍ عکس اخیستو ته چمتو کړې ده.

ویک وايي: "یو یا څه کم یو مایل لیرې وم چې دا انځور مې له کورنیش سیبیرن څخه واخیست".

دی زیاتوي: "ډاډمن نه وم چې ګنې داسې یو عکس به واخیستی شم، ځکه چې ورېځو یې لیدل ګران کړي وو. له نېکه مرغه سپوږمۍ راپورته شوه او لا ډېره ځلانده او روښانه وه، بیا یې رنګ سور او ښکلی نارنجي شو".

عکاس ویک وايي، سپوږمۍ لا ډېره ځلانده شوه، بیا یې رنګ سور او ښکلی نارنجي شو

د عکس سرچینه، Michael Wake

د عکس تشریح، عکاس ویک وايي، سپوږمۍ لا ډېره ځلانده شوه، بیا یې رنګ سور او ښکلی نارنجي شو

که څه هم (توتۍ سپوږمۍ) زړه راښکونکې وه، خو نسبتاً له عادي حالت یې اندازه هم ډېره لویه ښکاېده.

د اټکل له مخې، سږ کال لویه سپوږمۍ په راتلونکې اګست کې د لیدلو وړ ده. دا پدیده هغه مهال رامنځ ته کېږي چې نوې سپوږمۍ د میاشتې په مدار کې ځمکې په ډېره نژدې نقطه کې هم مهاله شي.

توتۍ سپوږمۍ د لیسیسټرشایر له بریډون کلي څخه

د عکس سرچینه، sky girl

د عکس تشریح، توتۍ سپوږمۍ د لیسیسټرشایر له بریډون کلي څخه
توتۍ سپوږمۍ د نټینګهمشیر له ایسټ لیک سیمې څخه

د عکس سرچینه، Maggie T Howlett

د عکس تشریح، توتۍ سپوږمۍ د نټینګهمشیر له ایسټ لیک سیمې څخه
د ویډیو تشریح، توتۍ سپوږمۍ څه شی ده؟