ګلابي سپوږمۍ په انځورونو کې
پرون دوشنبه ( د اپریل ۲۷مه ) د نړۍ لر او بر کې د روان ۲۰۲۱ کال د څوارلسمې سپوږمۍ چې د ګلابي سپوږمې په نوم یادیږي.
یو شمېر انځور اخیستونکو د سپوږمۍ دا انځورونو د ښکلو طبیعي منظرو او په نړۍ کې د مشهورو ځایونو سره یوځای اخیستي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د جرمني په برلین کې د بریا څلي له پاسه د ویکټوریا طلايي مجسمه چې تر شا یې د دوشنبې څوارلسمې سپوږمۍ ښکاريد اپریل څوارلسمې سپوږمې ځکه روښانه او لویه ښکاري چې له ځمکې یوازې په ۳۶۰ زره کیلومتره واټن کې تېریږي.
ګلابي نوم یې له هغه یو ډول ګلابي رنګه ګل نه اخیستل شوی چې په انګریزي ژبه کې ویلډ ګرونډ فلوکس بلل کیږي او د پسرلي په موسم کې په امریکا او کاناډا کې غوړیږي.
د اپریل څوارلسمې سپوږمۍ د ۲۰۲۱ کال لومړۍ او روښانه سپوږمۍده. دویمه دا ډول سپوږمۍ د راتلونکې مۍ میاشتې پر ۲۶مه را ښکاره کیږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، په لندن کې د امارات هوایي کیبلي موټر منظره او د اپریل څوارلسمې سپوږمۍ
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د بریتانیا په امېسبوري کې د تاریخي ډبرې سټونهنګ په شاوخوا کې رمه څري، د څوارلسمې سپوږمۍ دې منظر ته لا ښکلا ورکړې ده
د عکس سرچینه، PA Media
د عکس تشریح، بریتانیا کې د Mow Cop Folly بُرج چې څه د پاسه ۲۵۰ کاله پخوا جوړ شوی او تر شا یې د څوارلسمې سپوږمۍ. د شپې تیاره او د سپوږمۍ رڼا زړه پورې منظره جوړه کړې ده.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د امریکا په نیویارک ښار کې دازادۍ مجسمه او د اپریل میاشتې څوارلسمې سپوږمۍ یا په اصطلاح ګلابي سپوږمۍ
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د امریکا په یورک کې د نوبل مناره او د څوارلسمې سپوږمۍ ښکلې ننداره
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې د چارلس په نوم مشهور پُل او سپینه سپوږمۍ .
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د چین په چانګینګ ښار کې د اوسېدو څو لوړ پوړیزه ودانۍ او له ګلابۍ سپوږمۍ سره دماښام ښکلې منظره
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د سویلي افریقا له جواهانسبرګ ښاره د څوارلسمې سپوږمۍ نارنجي رنګ برېښېده