ګلابي سپوږمۍ په انځورونو کې

پرون دوشنبه ( د اپریل ۲۷مه ) د نړۍ لر او بر کې د روان ۲۰۲۱ کال د څوارلسمې سپوږمۍ چې د ګلابي سپوږمې په نوم یادیږي.

یو شمېر انځور اخیستونکو د سپوږمۍ دا انځورونو د ښکلو طبیعي منظرو او په نړۍ کې د مشهورو ځایونو سره یوځای اخیستي دي.

د اپریل څوارلسمې سپوږمې ځکه روښانه او لویه ښکاري چې له ځمکې یوازې په ۳۶۰ زره کیلومتره واټن کې تېریږي.

ګلابي نوم یې له هغه یو ډول ګلابي رنګه ګل نه اخیستل شوی چې په انګریزي ژبه کې ویلډ ګرونډ فلوکس بلل کیږي او د پسرلي په موسم کې په امریکا او کاناډا کې غوړیږي.

د اپریل څوارلسمې سپوږمۍ د ۲۰۲۱ کال لومړۍ او روښانه سپوږمۍده. دویمه دا ډول سپوږمۍ د راتلونکې مۍ میاشتې پر ۲۶مه را ښکاره کیږي.