انځوریز رپوټ: د ځمکنیو توتو سپوږمۍ څنګه د نړۍ اسمان ښایسته کړی و؟

    • Author, ايمي فيبس
    • دنده, بي بي سي نيوز

توتۍ یا د "ځمکنیو توتو" سپوږمۍ په اوړي کې د ګرمۍ له موسم پیلېدو سره د نړۍ اسمان څنګه ښایسته کړی و. دلته یې ځینې اخیستل شوي انځورونه وړاندې شوي.

په بریتانیا کې د عکاسۍ مینه والو د "توتۍ سپوږمۍ" انځورونه اخیستي چې د شنبې په ورځ د ګرینوېچ پر وخت د ګهیځ له نهو بجو د یکشبنې سهار له کابو ۴:۳۰ پورې ټولو خلکو لیدلی شوه.

باور کېږي چې د "توتۍ سپوږمۍ" نوم له جونکوین قبیلو راغلی- دا خلک د شمال امریکا بومي وګړي دي- هلته جون میاشت د حاصلاتو د رسېدو او دځمکنیو توتو د حاصل اخیستو وخت دی.

عکاس مایکل ویک "توتۍ سپوږمۍ" دا انځور د سنډرلانډ سیمې پر سر د سپوږمۍ له راښکاره کېدو سره د خپلې کامرې سترګۍ عکس اخیستو ته چمتو کړې ده.

ویک وايي: "یو یا څه کم یو مایل لیرې وم چې دا انځور مې له کورنیش سیبیرن څخه واخیست".

دی زیاتوي: "ډاډمن نه وم چې ګنې داسې یو عکس به واخیستی شم، ځکه چې ورېځو یې لیدل ګران کړي وو. له نېکه مرغه سپوږمۍ راپورته شوه او لا ډېره ځلانده او روښانه وه، بیا یې رنګ سور او ښکلی نارنجي شو".

که څه هم (توتۍ سپوږمۍ) زړه راښکونکې وه، خو نسبتاً له عادي حالت یې اندازه هم ډېره لویه ښکاېده.

د اټکل له مخې، سږ کال لویه سپوږمۍ په راتلونکې اګست کې د لیدلو وړ ده. دا پدیده هغه مهال رامنځ ته کېږي چې نوې سپوږمۍ د میاشتې په مدار کې ځمکې په ډېره نژدې نقطه کې هم مهاله شي.