جرمني لوټل شوي لرغوني توکي نایجېریا ته بېرته وسپارل

د عکس سرچینه، AFP
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک هغه ۲۲ لرغوني توکي د نایجېریا پلازمېنه ابوجا کې د یو لړ مراسمو پرمهال دغه هېواد ته سپارلي چې په نولسمه پېړۍ کې لوټل شوي وو.
د "بنین برونزو" دا ټولګه وروسته تر هغه بېرته سپارل شوې چې د روان کال پیل کې یې دواړو هېوادونو د ستنولو هوکړه کړې وه.
په تېره جولای میاشت کې نایجېریا وویل، دا لومړی ځل دی چې یو اروپايي هېواد دا ډول هوکړه کوي.
بیربوک وویل، دا د "ښکېلاک تیاره تاریخ" سره د چلن د هڅو یوه برخه ده.
هغې ابوجا کې د سې شنبې په ورځ وویل، اوس وخت راغلی چې د تېر وخت ځینې تېروتنې سمې شي.
دې زیاته کړه "زما د ښار چارواکو یو ځل برونزي ټوتې پېرلې او دوی ښه پوهېدل چې دا لوټل شوې دي".
د جرمني راډیو دوچ ویله د بیربوک له خولې ویلي "وروسته، موږ د نایجېریا دا خبره د ډېر اوږد وخت لپاره بابیزه وګڼله چې بېرته یې وروسپارو. دا یو ناسم کار و او ساتل یې هم ناسم عمل و".
په ستنو کړل شویو لرغونو ټوټو کې ځینې سینګار شوې لوحې او توږل شوي سرونه هم دي چې له عاج څخه جوړ او توږل شوي دي.
د نایجېریا د اطلاعاتو وزیر لای محمد ددغو توکو د تسلیمولو پرمهال وویل، دریځونه ژر بدلېږي.
ده وویل: "شل کاله مخکې- ان لس کاله وړاندې هم، هېچا دا تمه نه لرله چې دا برونزي توکي به نایجېریا ته راستانه کړل شي، ځکه چې هېواد ته د ستنولو هیله یې لږ او ستونزې ډېرې وې".

د عکس سرچینه، AFP
د (بنین برونز) اصطلاح هغو زرګونو معدني توږل شویو توکو او لوحو ته کارېږي چې د پنځلسمې او نولسمې پېړیو ترمنځ موده کې جوړې شوې او توږل شوې دي او بریتانوي ځواکونو په ۱۸۹۷ کال د افریقا لوېدیځ کې له بنین پاچاهۍ (د نایجېریا اوسني ایدو ولایت نه) لوټلي وو.
دا توږل شوي توکي تاریخي او معنوي ارزښت لري چې لوټل کېدل یې د لرغوني بنین پاچاهۍ د بچیانو لپاره یو ډول ځور ګڼل کېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل، وروسته تر هغه چې دا توکي د نولسمې پېړۍ وروستیو کې بریتانیا ولېږدول شول، ګڼ یې د لندن لیلام په علني بولۍ کې وپلورل شول او ځینې یې جرمنانو د ډالۍ په توګه ترلاسه کړل.
ځینې دغه توکي د بریتانیا په موزیمونو کې موجود دي.
یو پارلماني تړون شته چې د بریتانیا له موزیمونو د توکو ستنول یې منع کړي دي.
خو تېره میاشت، د لندن هورنیمن موزیم د بنین بروزني ټوټو په ګدون لسګونه لرغونې ټوټې د نایجېریا پاچاهۍ ته ستنې کړې.
جرمني د ښکېلاک پېر کې د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پایه د افریقا پر ځینو لوېدیځو، ختیځو او سوېلي سیمو واکمني کوله.
تېر کال، جرمني رسماً ومنله چې د نمیبیا د استعمار پر مهال یې ټولوژنه کړې ده.
جرمن ښېکلاکګرو د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۸ کلونو ترمنځ لسګونه زره اوفاهریرو او ناما وګړي وژلي دي.
په وروستیو کلونو کې المان (جرمني) نمیبیا ته د انسانانو پاتې شوني وسپارل.










