جرمني پولیسو د ۱۸مې پېړۍ اړوند قیمتي غلا شوې ګاڼې بیرته موندلي

A large diamond-encrusted breast bow was among the items stolen in 2019

د عکس سرچینه، Reuters

د جرمني پولیس وايي، د اتلسمې پیړۍ اړوند ځينې لرغوني ګاڼې چې له موزیمه غلا شوې وې بېرته موندلې دي.

د دغو غلا شویو ګاڼو ارزښت ۹۸ ملیونه پاونډه (۱۱۹ ملیونه ډالر) یاد شوی دی.

چارواکو ۳۱ ډوله دغه ګاڼې تېره شپه د برلېن ګرېن والوټ موزیم کې بېرته ځای پر ځای کړې دي.

د رپوټونو پر بنسټ دا ګاڼې د غلا په تور د نیول شویو شپږو کسانو له مدافع وکیلانو سره د خبرو له درکه موندل شوي.

د دې قیمتي شیانو په منځ کې له الماسو او قیمتي غمیو جوړ په سینه ټومبیدونکی ستوری او نور بېلابېل ډولونه شامل دي.

غلو دا ګاڼې د خزانې له هغې برخې چې په ۱۷۲۳ کال کې د واکمن اګوستوس لخوا جوړه شوې وه غلا کړي، دا ګاڼې له ۲۰۱۹م کال نه بیا د غلا تر وخته د والوټ په نوم ځانګړي ځای کې ساتل کېدې.

A diamond-encrusted breast star displaying the Polish Order of the White Eagle

د عکس سرچینه، Reuters

جرمني چارواکو دا په لوړه مسلکي کچه پلان شوې قضیه بللې، او په وینا "له غلا مخکې د موزیم برېښنا پرې شوې وه، چې له امله یې شاوخوا تپه تیاره وه. له دې تخنیک وروسته غله له دې تورې شپې په ګټې اخیستنې موزیم ته پټ مخونه ننوتي وو."

ویل کیږي، پولیس له خبریدو وروسته سملاسي سیمې ته رسیدلي وو خو په ټوله کې اټکل دا دی چې غله توانیدلي ، په لسو دقیقو کې خپل هدف ته ورسیږي.

بېرته تر لاسه شوې دا ګاڼې اوس د پوهانو لخوا څيړل کیږي چې، کره والی او اصلیت یې ثابت کړي.

خو له دې ټولو سره چارواکو تاید کړې، چې تر لاسه شوې ګاڼې بشپړې نه دي او ځینې شیان ترې لا هم لا درکه دي، په لادرکه ګاڼو کې د سپینو الماسو یوه ګاڼه چې د ډرېسډن سپین الماس په نوم یادیده هم ده.

The Green Vault in 2019

د عکس سرچینه، Getty Images

خو چارواکو په دې اړه چې دا ګاڼې یې څنګه بېرته تر لاسه کړي ډېر مالومات نه دي رسنیز کړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس یوه خبر له مخې، د دې ګاڼو د غلا په تور د تورنو کسانو محاکمه چې په جنورۍ میاشت کې پیل شوې یو ځل بیا د راتلونکي سې شنبې پر ورځ پیلیږي .

دا ګاڼې خپل اهمیت ته په کتو په ډېر ځانګړي ځای کې ساتل کیدې، په دویمه نړیواله جګړه کې د دې ګاڼو د ساتنې ځای دری خونې په بمباریو کې ویجاړې شوې، خو وروسته بیا دا موزیم پخپل پخواني ډيزاین او بڼه ورغول شو.

هغه سیمه چې دا ګاڼې پکې ساتل کیدې د شنې تاخچې په نوم یادیږي، او دا ځای شین رنګ لري، په دې موزیم کې کابو ۳۰۰۰ ډوله ګاڼې چې له الماسو، سرو زرو، سپنیو زرو او نورو قیمتي عناصرو جوړې دي ساتل کیږي