د مینه ناکو مچیو غونډوسکې د ژویو نړۍ د کال غوره عکس جایزه وګټله

Cactus bees

د عکس سرچینه، Karine Aigner/WPY

دا مینه ناکه شېبه ده. د کاکتوس مچیو نران تر یوې ملکې راتاو دي خو مالومه نه ده چې کوم سره به پکې بخت ملتیا کوي او ملکې سره به یو ځای کېږي؟

د کارین ایګنر لخوا دغه اخیستل شوي عکس د ۲۰۲۲ کال د ژویو نړۍ یا ځنګلي ژوندانه د کال غوره عکسونو سیالۍ تر ټولو ستره جایزه ګټلې ده.

دا تر ډېره یو تخنیکي عکس دی چې وضاحت لپاره یې د ماکرو پروب لېنز کارولو ته اړتیا ده.

د ژویو نړۍ د غوره عکاس سیالي له ۵۸ کلونو راهیسې کېږي او په دې موده کې دا یوازې پنځم ځل شو چې یوه ښځه یې تر ټولو ستره جایزه ګټي.

کارین اینګنر امریکایۍ ده.

کاکتوس مچۍ لکه څرنګه چې یې له نومه ښکاري، کاکتوس بوټو او شاوخوا یې ژوند کوي.

Bryde's whale

د عکس سرچینه، Katanyou Wuttichaitanakorn/WPY

د تایلنډ 'کاتانیو ووتتیچایتاناکورن' د ۲۰۲۲ کال د ژویو نړۍ د غوره عکسونو دې سیالۍ کې د تر ټولو ځوان عکاس جایزه ګټلې ده.

هغه ۱۶ کلن دی او پر دې بریالی شوی چې د یوه برایډ نهنګ د خولې ډېر نږدې عکس واخلي. په دې عکس کې هغه ریښې ښکاري چې د دا ډول نهنګانو خولې کې د خوړو فلتر کېدو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.

د ځنګلي ‌ژوندانه د کال غوره عکاس (WPY) سیالي د عکاسۍ نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو معتبره سیالي ده.

دغه سیالي په ۱۹۶۴ کال د بي بي سي د ژویو نړۍ مجلې لخوا پیل شوې او اوس د لندن طبیعي تاریخ موزیم سازمانوي.

د سږ کال سیالیو ته یې د نړۍ له ۹۳ هېوادونو ټولټال ۳۸ زره ۵۷۵ عکسونه وړاندې شوي‌ وو.‌

په بېلابېلو ډلبندیو کې ځینې ګټونکي‌ عکسونه یې لاندې کتی شئ.

برېنټ سټیرټون - سویلي افریقا

Gorilla and keeper

د عکس سرچینه، Brent Stirton/WPY

برېنټ سټېرټون د فوټوژورنالیزم ډکر کې د کار له کبله پېژندل شوی نوم دی.

د هغه په دې عکس کې د نداکاسي په نوم د غرنۍ ګوریلا د ژوند وروستۍ شیبې انځور شوې.

نداکاسي دوه میاشتنۍ وه چې کورنۍ یې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت وېرونګا ملي پاک کې د ډبرو سکرو د یوې ځواکمنې مافیا لخوا په خورا بې رحمې ووژل شوه خو دې نجات وموند. هغه دې عکس کې د خپل ژغورونکي او پالونکي اندرې باوما غږې کې لیدل کېږي.

توجي تګاساګو - جاپان

Chilean flamingos

د عکس سرچینه، Junji Takasago/WPY

دا عکس د توجي تکاساګو لخوا د نړۍ تر ټولو ستر مالګین ډنډ 'سالار دې یووني' په اندېس کې اخیستل شوی.

دا بولیویا کې د لیتیومو تر ټولو ستر کان دی چې د ډینګانو یا فلامنېګو راتلونکې ګواښي.

جاپاني تاکاساګو د دغه عکس لپاره خورا زحمت ګاللی، خو د جایزې په ګټلو سره یې د خوارۍ بدل ترلاسه کړ.

دانیل نونېز - ګواتیمالا

Lake Amatitlán

د عکس سرچینه، Daniel Núñez/WPY

عکس یې ښايي رنګین ښکاره شي، خو دا ځای له روغتیايي‌ اړخه خوندي ته دی.

دانیل د دغه عکس اخیستلو لپاره چې د ګواتیمالا اماتیتلان جهیل یوه څنډه کې د راشنو شویو الګال او ورڅېره ځنګله ترمنځ توپیر پکې انځور شوی، ډرون کارولی.‌

دلته د ګواتیمالا سیټي د تشنابونو په ګډون ککړې اوبه راټولېږي.

ټوني وو - امریکا/جاپان

Spawning sea stars

د عکس سرچینه، Tony Wu/WPY

ټوني وو دا عکس د جاپان یوه ساحل کې اخیستی دی. دې عکس کې سمندري ستوری یا ستوری ماهی د هګیو پاشلو په حال کې لیدل کېږي‌.‌

فېرنانډو کوستانتینو مارتینېز بېلمار - مکسیکو

Snake and bat

د عکس سرچینه، Fernando Constantino Martínez Belmar/WPY

فېرنانډو دا عکس په یوه داسې ځای کې اخیستی چې د ځړېدلو مارانو د سمڅ یا غار په نوم پېژندل کېږي.

دې سمڅ کې زرګونه څکالي ژوند کوي چې د حشرو په ښکار پسې وځي. د دوی د الوت پر مهال د سمځ پر دیوالو راځړېدلي ماران هڅه کوي، چې پخپله همدا ماښام څکالي ښکار کړي.

دمیتري کوخ - روسیه

Polar bears

د عکس سرچینه، Dmitry Kokh/WPY

دمیتري کوخ دا عکس په کولیوچین ټاپو کې اخیستی چې د انترکتیکا په سوچي سند کې پروت دی. عکس کې ښکاري چې قطبي ایږ یا خرسانو یو بې کسه کور خپل کړی دی.

دمیتري دې ځای ته د دې لپاره ورغلی و چې له توپانه پناه پکې واخلي.

هغه له نږدې د دغه عکس اخیستلو لپاره یوه کوچنی ډرون کارولی.