تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مینه ناکو مچیو غونډوسکې د ژویو نړۍ د کال غوره عکس جایزه وګټله
دا مینه ناکه شېبه ده. د کاکتوس مچیو نران تر یوې ملکې راتاو دي خو مالومه نه ده چې کوم سره به پکې بخت ملتیا کوي او ملکې سره به یو ځای کېږي؟
د کارین ایګنر لخوا دغه اخیستل شوي عکس د ۲۰۲۲ کال د ژویو نړۍ یا ځنګلي ژوندانه د کال غوره عکسونو سیالۍ تر ټولو ستره جایزه ګټلې ده.
دا تر ډېره یو تخنیکي عکس دی چې وضاحت لپاره یې د ماکرو پروب لېنز کارولو ته اړتیا ده.
د ژویو نړۍ د غوره عکاس سیالي له ۵۸ کلونو راهیسې کېږي او په دې موده کې دا یوازې پنځم ځل شو چې یوه ښځه یې تر ټولو ستره جایزه ګټي.
کارین اینګنر امریکایۍ ده.
کاکتوس مچۍ لکه څرنګه چې یې له نومه ښکاري، کاکتوس بوټو او شاوخوا یې ژوند کوي.
د تایلنډ 'کاتانیو ووتتیچایتاناکورن' د ۲۰۲۲ کال د ژویو نړۍ د غوره عکسونو دې سیالۍ کې د تر ټولو ځوان عکاس جایزه ګټلې ده.
هغه ۱۶ کلن دی او پر دې بریالی شوی چې د یوه برایډ نهنګ د خولې ډېر نږدې عکس واخلي. په دې عکس کې هغه ریښې ښکاري چې د دا ډول نهنګانو خولې کې د خوړو فلتر کېدو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.
د ځنګلي ژوندانه د کال غوره عکاس (WPY) سیالي د عکاسۍ نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو معتبره سیالي ده.
دغه سیالي په ۱۹۶۴ کال د بي بي سي د ژویو نړۍ مجلې لخوا پیل شوې او اوس د لندن طبیعي تاریخ موزیم سازمانوي.
د سږ کال سیالیو ته یې د نړۍ له ۹۳ هېوادونو ټولټال ۳۸ زره ۵۷۵ عکسونه وړاندې شوي وو.
په بېلابېلو ډلبندیو کې ځینې ګټونکي عکسونه یې لاندې کتی شئ.
برېنټ سټیرټون - سویلي افریقا
برېنټ سټېرټون د فوټوژورنالیزم ډکر کې د کار له کبله پېژندل شوی نوم دی.
د هغه په دې عکس کې د نداکاسي په نوم د غرنۍ ګوریلا د ژوند وروستۍ شیبې انځور شوې.
نداکاسي دوه میاشتنۍ وه چې کورنۍ یې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت وېرونګا ملي پاک کې د ډبرو سکرو د یوې ځواکمنې مافیا لخوا په خورا بې رحمې ووژل شوه خو دې نجات وموند. هغه دې عکس کې د خپل ژغورونکي او پالونکي اندرې باوما غږې کې لیدل کېږي.
توجي تګاساګو - جاپان
دا عکس د توجي تکاساګو لخوا د نړۍ تر ټولو ستر مالګین ډنډ 'سالار دې یووني' په اندېس کې اخیستل شوی.
دا بولیویا کې د لیتیومو تر ټولو ستر کان دی چې د ډینګانو یا فلامنېګو راتلونکې ګواښي.
جاپاني تاکاساګو د دغه عکس لپاره خورا زحمت ګاللی، خو د جایزې په ګټلو سره یې د خوارۍ بدل ترلاسه کړ.
دانیل نونېز - ګواتیمالا
عکس یې ښايي رنګین ښکاره شي، خو دا ځای له روغتیايي اړخه خوندي ته دی.
دانیل د دغه عکس اخیستلو لپاره چې د ګواتیمالا اماتیتلان جهیل یوه څنډه کې د راشنو شویو الګال او ورڅېره ځنګله ترمنځ توپیر پکې انځور شوی، ډرون کارولی.
دلته د ګواتیمالا سیټي د تشنابونو په ګډون ککړې اوبه راټولېږي.
ټوني وو - امریکا/جاپان
ټوني وو دا عکس د جاپان یوه ساحل کې اخیستی دی. دې عکس کې سمندري ستوری یا ستوری ماهی د هګیو پاشلو په حال کې لیدل کېږي.
فېرنانډو کوستانتینو مارتینېز بېلمار - مکسیکو
فېرنانډو دا عکس په یوه داسې ځای کې اخیستی چې د ځړېدلو مارانو د سمڅ یا غار په نوم پېژندل کېږي.
دې سمڅ کې زرګونه څکالي ژوند کوي چې د حشرو په ښکار پسې وځي. د دوی د الوت پر مهال د سمځ پر دیوالو راځړېدلي ماران هڅه کوي، چې پخپله همدا ماښام څکالي ښکار کړي.
دمیتري کوخ - روسیه
دمیتري کوخ دا عکس په کولیوچین ټاپو کې اخیستی چې د انترکتیکا په سوچي سند کې پروت دی. عکس کې ښکاري چې قطبي ایږ یا خرسانو یو بې کسه کور خپل کړی دی.
دمیتري دې ځای ته د دې لپاره ورغلی و چې له توپانه پناه پکې واخلي.
هغه له نږدې د دغه عکس اخیستلو لپاره یوه کوچنی ډرون کارولی.