تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دا د نړۍ تر ټولو ښکلي انځورونه دي؟
برتانوي عکاس جل ویلهم د روان کال د نړیوال باغ انځورګرۍ کې لومړی ځای خپل کړ.
د شمالي یاک شایر اوسېدونکي ویلهم د ۵۰ هېوادونو ۱۹ زره کسانو ته ماتې ور کړه، اته زره پنځه سوه برتانوي پوڼډ یې وګټل.
د انځورونو نوم یې دی اورلوبه یا فایر ورک.
دې انځور کې د هغه خپل باغ کې د الییم په نوم ګل پورتنۍ برخه لیدل کېږي.
ویلهم دا انځور د فوټو ګرام انځورګرۍ تخنیګ سره جوړ کړی دی.
دا مختلفو موادو سره برابرېږي او وروسته ابي رنګ کاغذ سره چاپېږي.
نوموړی وايي، دا انځور یې د لمر رڼا کې اخیستی دی.
دلته دې سیالۍ ته د وړاندې شوو ۱۳ نورو انځورګرانو تصویرونه هم شته.
ښکلي باغونه تصویر د ریچارډ بلوم دی، د برتانیا د انډګلېنډ په نارفولک کې اخیستل شوی دی.
ریچارډ بلوم وايي، د برزینګم کې دوبني باغونه له خپلې تېزې او چټکې رڼا ډک دي. ور سره چمن هم ښکاري.
د ایڼډریا پوزي انځور ( د سا اخیستلو وخت) د چېلي په پاټګونیا کې د یوه سیلاني پارک سره اخیستل شوی دی.
اینډریا پوزي وايي، لمر ختلی او پر شنو تېرېږي ماته احساس وشو چې د دې ځای اصلیت ثبتولو وخت دی.
هغه زیاتوي: د لمر ختو رنګ پر ځمکه په تېره غرونو باندې ښکلې رڼا اچوي او دا عجیب احساس لري.
د برتانیا د انګلېنډ د لندن د وسینزو ډي نوزو انځور په لږ ښکلا کې اول
دی وایي: دې ښکلې منظورې زه هیښ کړی وم: هغه وخت مې واخیست، چې زما یوه ملګرې ورته حیرانه ولاړ وه.
د بالو چاو انځور ګرین بېلټ یا شنه پټه
د چین هانکانګ کې اخیستل شوی انځور
هغه وايي، هڅه کوي ښار کې د بوټو ژوند انځور کړي
د امریکا واشنګټن ډي سي کې د کیتلین فوري انځور چې لوټس ټینګو نومېږي.
هغه ایکواټک باغ کې د کنول ګل د غوړېدو د ټولو پړاوونو انځورونه سیالۍ ته وړانډې کړل.
د سووندي چندرا انځور
د اندونیزیا لامبوک کې اخیستل شوی.
سووندي چندرا وايي، د لمر ختو لپاره غره ته وخوت، منظره ښکلې وه
پاس غرونه او لاندې کلي و، ځکه یې دا انځور واخیست، چې کروندې، شنه او ان د توتۍ کرونده هم پکې ښکاري.
د بیري ټرمپ انځور د ایټالیا سوېلي ټایرول کې اخیستل شوی دی.
ټرمپ وايي، د اکتوبر یوه روښانه ورځ وه چې دا انځور یې واخیست.
د روبرټو مارچګیاني انځور مسټي باییو
د امریکا لوزیانا کې اخیستل شوی دی.
لوزیانا د ځنګلونو او اوبو سیمه ده او له مسیسپي سیند سره نږدې ده.
روبرټو وايي، که څه هم دلته ماران، مګرمچ او نور وژونکي ژوي شته خو ښکلې منظورې هم لري.
د روبرټ ګبسن انځور ماونټ رینر ای دې مسټ
د امریکا د وانشګټن په یوه پارک کې اخیستل شوی دی.
روبرټ ګبس وايي، له ډېر غور وروسته یې دا انځور اخیستی دی.
د جنتن نیډ انځور ستار لنګز
د برتانیا د وېلز ایالت په یوه پارک کې اخیستل شوی دی.
نېډ وايي، سختې واورې ډېرې مرغۍ د ده د باغ تر نللکې ور ورسولې.
د اروپايي باغونو فوټوګرافۍ ایوارډ اخیستونکی انځور
سکاټ سمپس د اسپانیا په انډوالوسیا کې اخیستی دی.
سکاټ سمپس وايي، دې سیمې ته د انځور اخیستلو لپاره ور بلل شوی و.
د جېک نیل انځور لیډیز اف دي کنیل
د برتانیا د انګلېنډ په ولټ شایر کې اخیستل شوی دی.
جېک نېل وايي، د کمرې د سترګۍ بدلولو سره یې د اوبو د څاڅکو انځور واخیست.
د جوسیلین بارسفار انځور چې د برتانیا انګلنډ کې یې اخیستی دی.
دی وايي، دې انځور کې د مختلفو بوټو او ونو د پاڼو غوره کولو یې انځور تر نورو ښه کړ.
د اینډیو پیټرز انځور چې د برتانیا د انګلېنډ په شروپ شایر کې یې اخیستی دی.
د ښکلو ګلونو هنر کټه ګورۍ کې شامل انځور
د ګلوریا کنګ دی او د چین ګوانزي ولایت کې یې اخیتسی دی.
د ډیانا انګلېش انځور
د اسټرالیا نیو سواوت ویلز کې اخیستل شوی دی.
د جیمز یاټیز انځور
د برتانیا د لندن په رایل بوټانګ باغونو کې اخیستل شوی دی.
د بوټو ښکلا ډلبندۍ کې انځور
د انیټي لیپل دی او د فرانسې اوبرون کې یې اخیستی دی.
دریمه جایزه اخیستونکی انځور
د سوینډي چندرا انځور چې د اندونیزیا جاوا کې اخیستل شوی دی.
د پار مرسیلیني انځور ونې او لرګي ډلبندۍ کې شامل شو.
د امریکا فلوریډا کې اخیستل شوی دی.
د یان ایورل انځور
د فرانسې په بولونګ سر مر کې اخیستل شوی دی.
د جنتن ایونز انځور د برتانیا د انګلېنډ په کفټن کورټ کې اخیستل شوی دی.
د بل کوسټر انځور
د چین لي سیند کې کبګر ښيي.
.