د ادبیاتو برخه کې د نوبل جایزه یوې فرانسوۍ لیکوالې ګټلې

اني

د عکس سرچینه، Getty Images

د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه یوې فرانسوۍ لیکوالې اني اېرنو ته ورکړل شوه.

هغه پلاوی چې دغه بریالی کاندید اعلانوي وايي، دغه جایزه اغلې اېرنو ته له دې امله ورکړل شوې چې "پرلپسې او انعطاف نه مننونکي څلوېښت کلن کار یې د هغو خلکو د ژوند څېړلو ته ځانګړی کړی چې د جنسیت، ژبې او طبقاتي توپيرونو له امله اغېزمن شوي دي."

دغه ستره او معتبره جایزه د سویډن اکاډمۍ له خوا ورکړل شوې چې ارزښت یې نژدې يو میلیونه ډالره کېږي.

اغلې اني د دغې جایزې له ګټلو وروسته وویل چې دا ورته "ډېر ستر ویاړ دی."

د کمېټې مشر پروفیسور کارل-هېنریک هېلډن وویل، د دوه اتیا کلنې اني کار "د قدر وړ او پایېدونکی دی".

نوموړي وویل، لیکوالې له "زړورتیا او عملي واقعیتونونه" نه کار اخیستی چې "د ټولنیزو تجربو تضادونه روښانه کړي او د شرم، سپکاوي او کینې احساس په ډاګه کړي."

بې ډاره ليکل

اېرنو چې له لیکوالۍ پخوا ښوونکې وه، د فرانسې په سین ماریتایم کې په ۱۹۴۰ کال کې زېږېدلې ده. د هغې کتابونه چې د "یو سړي ځای" او "د یوې ښځې کیسه" یې عنوانونه دي، په فرانسه کې معاصر کلاسیک اثار ګڼل کېږي.

پروفیسور هېلډن زیاتوي چې اني اېرنو "پر داسې لیکوالۍ باور لري چې له چا وېره پکې نه وي. د هغې کار انعطاف نه منونکی او په ساده ژبه لیکل شوی او له لاسوهنې پاک دی."

اني

د عکس سرچینه، Getty Images

د اني ايرنو پلار کتاب نه لوست او د دې له ليکنو سره يې هم چندانې جوړه نه وه. دې يو ځاى ليکلي:

"په شل کلنۍ مې ليکل پيل کړل. د يوه ناول متن مې اېډيټر ته ولېږه هغه رد کړ. مور مې خپه شوه خو پر پلار مې يې اثر ونه کړ بلکې پرې خوښ شو. زما د لومړني کتاب تر چاپ پنځه کاله وړاندې مې پلار ومړ. نه پوهېږم چې د ليکلو هوډ يا زما د هڅونې دليل خو به دا نه وي چې هغه کسان مې ولولي چې عمومآ څه نه لولي."

د دې پر سبک ويل کېږي چې اني اېرنو هغه ليکواله ده چې ښکاره او په تفصيل شننه کوي. دا نه يوازې خپل بلکې د نورو لکه مور، پلار، مين او ملګري ځانگړى ژوند په خپلو کلماتو پرانيزي. پياوړې ژبه او دقت دې ته دا واک ورکوي چې د مينې، هيلو او پښېمانيو ژور نبض ته ننوځي.

د سېنټ انډریو پوهنتون ویب پاڼه د اني ایرنو په اړه وايي: "د هغې د لیکنو اصلي موضوعات چې د دې په څلورو لسیزو کاري موده کې مطرح شوي، دا دي: بدن او جنسیت؛ نږدې اړیکې؛ ټولنیزې نابرابرۍ او د زدکړې له لارې د طبقې بدلولو تجربه؛ وخت او یاد."

د نوبل جایزې، چې له ۱۹۰۱ کال راهیسې هغو خلکو ته ورکول کېږي د ادب، ساینس، سولې او په وروستیو کې اقتصاد کې لاسته راوړنې لري. د تېر کال ادبي جایزه تانزانيايي ناول لیکونکي عبدالرزاق ګورنه ګټلې وه.