د شلمې پېړۍ تر ټولو ګرانبیه هنري اثر؛ د 'وارهول' نقاشي په ۱۹۵ میلیون ډالرو وپلور شوه

Andy Warhol's "Shot Sage Blue Marilyn" at an auction preview in April

د عکس سرچینه، Getty Images

د انډي وارهول لخوا د ماریلین مونروې کښل شوی انځور په 195 ملیون ډالرو لیلام شو - دا تر دې دمه د شلمې پېړۍ د هنري اثارو له ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی اثر دی.

همدا راز د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې بل یو امریکايي هنري اثر هم په دومره لوړه بیه نه دی پلور شوی.‌

دا انځور " Shot Sage Blue Marilyn" نومېږي او په ۱۹۶۴ کال د وارهول لخوا د ماریلین مونروې له یوه مشهور عکسه په الهام کښل شوی.‌

نیویارک کې 'کریسټي لیلامۍ' پر دغه عکس تر بولۍ وړاندې لیکلي وو دا انځور "د موجودو عکسونو له خورا نادرو او ډېرو لوړو (اثارو) یو دی" چې په شاوخوا 200 میلیون ډالرو به وپلور شي.

بولي په ۱۷۰ میلیون ډالرو ودرېده،‌ چې له ټکس او فیس سره ۱۹۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.‌

د یوه امریکایي هنري کار د لوړې بیې پخوانی ریکارډ ۱۱۰ اعشاریه ۵ میلیون ډالره وو.‌

هغه د یوې کوپړۍ انځور و چې په ۱۹۸۲ کال د ژان مایکل باسکیاټ لخوا کښل شوې.

باسکیاټ د انډي وارهول ملګری او کله ناکله سیال پاتې شوی دی.

د وارهول دې اثر تر دې مخکې په لوړه بیه د ۲۰مې پېړۍ د پلور شوي هنري کار ریکارډ هم مات کړي.

دغه ریکارډ مخکې د پابلو پیکاسو له " Les Femmes d'Alger (Version O)" انځور سره و چې په ۱۹۵۵ کال کښل شوی او په ۲۰۱۵ کال له ټکس سره په ۱۷۹ اعشاریه ۴ میلیون ډالر وپلورل شو.‌

د توماس او ډورس امان بنسټ د بورډ رئیس جورج فري تېره مارچ میاشت یوه بیان کې ویلي و چې د مونروې دا انځور "نوې زریزه کې د هغې د کمساري‌ بصري ځواک ښکارندويي کوي."

هغه زیاته کړې وه، ماریلین تللې - "د ژوند او مرګ ناوړه شرایط یې هېر شوي - څه چې ترې پاتې دي هغه مرموزه مسکا ده،‌ چې دې ته د ېوې بلې نامتو مېرمنې مونا لیزا له رازونو ډکې مسکا سره تړاو ورکوي.‌"

بلومبرګ ویلي چې دا انځور د هنري اثارو امریکايي کاروباري 'لاري ګاګوسیان" پېرلی.

هغه د هنري ګالریو د یوې ځنځیرې لړۍ څښتن دی.

د کریسټي په وینا، د پلور ټولې پیسې به سویس کې د توماس او ډورس امان بنسټ ته ځي.

دغه بنسټ ماشومانو لپاره د روغتیايي پاملرنې او زدکړو پروګرامونه جوړوي.

د کرېستي لیلامي راتلونکو اوونیو کې نور اثار هم بولۍ ته وړاندې کوي او دا د همدې لړۍ لومړۍ هغه وه.

نیویارک کې د "فاین ارت ګورپس' مشورتي شرکت بنسټګر فیلیپ هوفمن نیویارک ټایمز ته ویلي چې اوسمهال د هنري اثارو تقاضا ډېره لوړه ده.‌

هغه زیاته کړې چې "ټول مناسبې شیبې ته په تمه وو او اوس مناسبه شېبه را رسېدلې."