"تور باز"؛ د افغانستان روانې جګړې په اړه د بالیووډ نوی فلم

د عکس سرچینه، Babrak Akbari
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، کابل
هندي سینما "بالیووډ" د افغانستان د روانې جګړې په اړه اکشن یا جنګي فلم جوړ کړی چې په پلان کې ده تر دوه نورو اونیو به د انټرنېټ له لارې نندارې ته وړاندې شي.
د "تور باز" په نوم دا فلم ټول د افغانستان په نظامي او سیاسي وضعیت راڅرخي چې پکې مرکزي رول هندي مشهور لوبغاړي سنجېدت لوبولی.
د فلم مرکزي داستان که څه هم په افغانستان او د دې هېواد په روان وضعیت دی، خو د روان تاوتریخوالي له کبله د فلم هېڅ صحنه په افغانستان کې نه ده ډکه شوي.
د تور باز په نوم د دې فلم اصلي داستان داسې دی چې څنګه واړه معصوم ماشومان له جګړې او ځانمرګو بریدونو عادي ژوند ته ور وګرځوي.
جوړوونکي یې وايي، په دې فلم کې د افغانستان د اوږدې جګړې تصویر بیان شوی.
دا فلم چې تازه یې یوازې ټرېلر یا اعلان خپور شوی پکې ښکاري چې د فلم مرکزي لوبغاړی سنجېدت د کډوالو په یوه کمپ کې د افغان ماشومانو د فکر بدلولو هڅه کوي.
د سنجېدټ تر څنګ راهول ډېو، نرګس فخري او دوه افغان لوبغاړي ببرک اکبري او همایون شمس د دې فلم مشهور مرکزي لوبغاړي دي.
د تور باز فلم یوه افغان لوبغاړي ببرک اکبري د دې فلم د داستان په اړه بي بي سي ته وویل:

د عکس سرچینه، ببرک اکبري
"دا فلم ټول په افغانستان دی داسې چې سنجېدت د کډوالو یوه کمپ ته ځي او هلته یې په یوه چاودنه کې کورنۍ له منځه ځي وروسته بیا دی همدې ته کار وایي چې څنګه ماشومان له ځانمرګو بریدونو بلې خوا یعنې کرېکټ، لوبو او درس ته وهڅوي په فلم کې طالبان هم تصویر شوي او د افغانستان اردو او روان وضعیت هم."
هغه وایي دا فلم په دریو کالونو کې بشپړ شوی او ډېرې برخې یې په قرغیزستان او هندوستان کې ډکې شوي دي:
"اول خو پلان داسې و چې فلم به خپله په افغانستان کې جوړېږي، خو وروسته بیا سنجیدت په افغانستان کې دې اوږده رول ته دلته د ناامنۍ له کبله زړه ښه نه کړ، نو د ۲۰۱۷ ډیسمبر نه یې شوټنګ په قرغیزستان کې پیل شو، موږ څو ځله قرغیزستان ته ولاړو او څو ځله هندوستان ته خو فلم بیخي داسې ښکاري لکه په افغانستان کې چې وي ځکه هر څه هماغه شانتې جوړ شوي."
"پاني پت" فلم

د عکس سرچینه، @SANJAYDUTT
دا د یوه کال په موده کې د سنجېدت او هندي سینما دویم فلم دی چې په افغانستان جوړېږي، تېر کال هم ډيسمبر میاشت کې د بالېووډ "پاني پت" په نوم فلم خپور شو چې سنجېدت پکې د احمد شاه ابدالي په رول راښکاره شوی.
ځينو افغانانو هغه فلم له تاریخي واقعیت او ځینو افغاني عنعناتو سره په ټکر کې بللی، خو ببرک اکبري هغو نیوکو ته په کتو د تورباز فلم په اړه وایي:
"ما په دې فلم کې د افغان دودونو خلاف څه نه دي لیدلي او ډېر ساده اوسنۍ وضعیت بیان شوی او د فلم په ډېرو برخو کې پښتو هم شته."
دا فلم "برتي" نومي هندۍ لیکوالې لیکلی او ګېرش مالک ډایرکټ کړی.
په داسې حال کې چې د کورونا له کبله د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې سینماګانې تړلې دي. ټاکل شوي دا فلم د راتلونکې ډېسمبر میاشتې په لسمه نېټه د "نېټ فلېکس" له لارې نندراې ته وړاندې شي.










