پاني پت فلم: د احمدشاه ابدالي د رول په تړاو غبرګونونه

ابدالي

د عکس سرچینه، Historyofpashtuns.com

په ۱۷۶۱ کال کې د افغانانو او مرهټه امپراتورۍ تر منځ د هند پانې پت سیمې خونړۍ جګړې پر تاریخي موضوع د نوي چمتو شوي هندي فلم 'پاني پت، یو لوی خیانت ' اعلان یا ټرېلر یوه ورځ مخکې خپور شوی او په افغانستان کې بېلا بېل غبرګونونه ورته څرګند شوي دي.

د فلم درې دقیقه یي اعلان کې ښوول شوي، چې احمدشاه ابدالي هند ته د مرهټه وو د ټکولو لپاره بلل شوی دی.

که څه هم فلم تر اوسه نندارې ته نه دی وړاندې شوی، خو افغانان په دغه فلم کې د تاریخي واقعیتونو د سم ښوولو او په هغه جګړه کې د احمدشاه ابدالي رول ته په فلم کې د مناسب ځای ورکولو په تړاو اندېښمن دي.

دغه اندېښنه، سیاستوالو، پخوانیو دیپلوماتانو او فرهنګي فعالانو هم څرګنده کړې ده. د فلم په اعلان کې لیدل کېږي چې مرهټیان وايي، احمدشاه ابدالي له سلو زرو سرتېرو سره هند ته ورځي.

سنجې دت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بالیووډ ممثل سنجې دت په دغه فلم کې د احمدشاه ابدالي رول لوبولی

خو افغان فلم ممثل ببرک اکبري چې د فلم اتل یا مخکښ رول سنجې دت د دستیار یا مصاحب رول لوبولی وايي، واقعیتونه سم انځور شوي دي:

''په فلم کې داسې هېڅ څه نه دي ښوول شوي، چې زموږ له کلتور یا فرهنګ او دود، دستور سره مخالف وي. ''

ښاغلی اکبري وايي، 'په فلم کې تاریخي پېښه هماغسې انځور شوې، چې څنګه پېښه شوې ده او افغان کلتور یا خپله احمدشاه ابدالي ته هېڅ په منفي نظر نه دي کتل شوي. '

ښاغلی ببرک زیاتوي، که په فلم کې داسې څه منفي وړاندې شوي وای، نه به پکې ممثل سنجې دت کوم رول لوبولی وای او نه به پکې خپله ده رول لوبولی وای.

اکبري

د عکس سرچینه، Babrak Akbari/facebook

د عکس تشریح، افغان ممثل ببرک اکبري چې په دغه فلم کې رول لري وايي، فلم کې د افغانانو دود، دستور ته درناوی شوی

نوموړی پر خواله رسنۍ یو ټیوب یوې خپرې شوې ویډیويي مرکه کې وايي، د فلم ډایریکټر ورسره د ځینو صحنو په ثبت کې مشوره کړې او د ده مشورې یې منلې دي.

بل لور ته خپله د فلم مخکښ ممثل سنجې دت په یوه ټویټر پیغام کې د فلم کیسې په تړاو وايي، ''پاني پت، هغه جګړه چې تاریخ یې بدل کړ، د دسمبر پر شپږمه دغه فلم نندارې ته وړاندې کېږي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د خواله رسنیو ځینې کاروونکي بیا په دې اند دي چې په فلم کې تاریخې پېښې سمې نه ښوول کېږي او هندیان له خپله نظره دغه تاریخي پېښه راسپړي.

په دغه فلم کې د احمد شاه ابدالي د رول د څرنګوالي په اړه وړاندې هم ځیني اندېښنې په ډاګه شوې وې، او له هندي چارواکو سره شریکې کړای شوې وې.

د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې هغه مهال په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د هندوستان د ممبي ایالت له والي سره په دې اړه د افغانانو اندېښنه شریکه کړې وه او په دې لړ کې یې د موضوع د حساسیت او د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو یادونه کړې وه.

ښاغلي ابدالي هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو چې د ممبي والي ژمنه ورسره کړې وه چې د افغانانو دا اندېښنې به له اړوندو چارواکو سره شریکوي.

ممبي د هندوستان د فلمي صنعت مرکز دی.

دا چې فلم تاریخي واقعیتونه تر کومه بریده په سمه توګه بیان کړي، داسې موضوع ده چې نندارې ته د فلم له وړاندې کېدو وروسته به څرګنده شي.

دغه فلم اشوتوش ګواریکر چمتو کړی، چې له دې مخکې یې د لګان او جودها اکبر په نومونو مشهور فلمونه چمتو کړي او نندارې ته وړاندې کړي دي. ارجن کپور او کریتي سانن د سنجې دت تر څنګ په دې فلم کې مخکښ رول لوبولی دی.