مصر کې دوه نیم زره کاله پخوا خښ شوي تابوتونه را ایستل شوي

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquities
په مصر کې لرغونپوهانو له یوې هدیرې هغه ۲۷ ډبرین تابوتونو را ایستلي چې فکر کېږي څه باندې دوه نیم زره کاله پخوا خښ کړل شوي وو. دا تابونونه د پلازمېنې قاهرې سویل خوا ته د سقاره په سیمه کې په یوه تازه کیندل شوي کوهې کې موندل شوي دي.
چارواکي وایي چې له دې ډلې یې دیارلس تابوتونه د روانې میاشتې په پیل کې را ایستلي وو، او اوس یې هماغلته څوارلس نور تابوتونه هم موندلي دي.
کارپوهان وایي، د دې تابوتونو ترلاسه کېدل د لرغونپوهنې په دې برخه کې یوه تر ټولو لویه موندنه ده.
په خپرو شویو انځورونو کې ګڼ رنګه ډبرین او لرګین تابوتونه او نور لرغوني توکي تر سترګو کېږي، او ښکاري چې په ښه حالت کې خوندي پاتې شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
د مصر سقاره سیمه په لرغونې زمانه کې د ۳ زرو کالو لپاره یوه هدیره وه، او اوس د یونسکو لخوا د نړیوال ثقافت د سیمې په توګه خوندي شوې.
د شنبې پر ورځ د مصر د انتیکو توکو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، داسې ښکاري چې دا تابوتونه له خښول کېدو راهیسې بیا هېڅ نه دي پرانیستل شوي او لا هم بند دي.
په سیمه کې کېندنې روانې دي او کارپوهان هڅه کوي د دې تابوتونو د اصلیت او تاریخ په اړه نور مالومات هم ترلاسه کړي.
د مصر د انتیکو توکو وزارت وایي، هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې ځینې نور رازونه هم له رسنیو سره شریک کړي.









