مصر کې ۱۲ لرغوني فرعوني قبرونه کشف شوي

د عکس سرچینه، MINISTRY OF ANTIQUITIES
د سویډن یوې ډلې د مصر په ډبرین ځای کې ۱۲ لرغوني توږل شوي قبرونه کشف کړي، چې قدامت یې د ''درېیم تحتمس'' او ''دویم امنحوتب'' پاچاهانو تر واکمنیو رسېږي.
دغه قبرونه د مصر سوېلي اسوان ولایت د غرونو په یوه لړۍ کې د لرغونو کیندنو پرمهال کشف شوي.
د مصر د لرغونو اثارو د چارو وزارت ویلي، په کشف شویو قبرونو کې د حیواناتو پاتې برخې او د انسانانو لوی هډوکي موندل شوي چې تر ډېره شاید د یوې کورنۍ وي، خو عمرونه یې بېلابېل وي.
قبرونه له یوې خونۍ یا دوو جوړ شوي، چې د ننه پکې ډبرین او خاورین تابوتونه موندل شوي، چې مړي پکې مومیا شوي دي.
له مړو سره ځینې ګاڼه او پخواني تعویذونه هم اېښودل شوي.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF ANTIQUITIES
له دغو قبرونو د حیواناتو د قبرونو ګټه هم اخیستل شوې، ځکه چې په ځینو کې یې د تمساح، پسونو، وزو او کبانو بشپړ هډوکي موندل شوي.
د سویډن لنډ پوهنتون د لرغونو توکو اړوندې ډلې مشرې ماریا نېلسن ویلي، له دغه کشف معلومېږي چې په خښولو کې درې طریقې کارول شوې، په ډبره کې د توږل شویو قبرونو د ننه خښول، یا داسې قبر چې په ډبرو پوښل شوی وي او یا دا چې مړی په یوه لرګین تابوت کې په ټوکر کې نغښتل شوی.
نېلسن زیاتوي، د انسانانو موندل شوي هډوکي ښيي چې دغه کسان په ژوندانه کې سم تندرست وو، خو د ځینو د خوارځواکۍ نښې هم لیدل کېږي.
سرچینه وايي، دوی په پام کې لري چې راتلونکې کې نورې علمي څېړنې وکړي، چې تر ډېره شاید د اسوان غرونو لړۍ کې نور لرغوني قبرونه هم وموندل شي.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF ANTIQUITIES








