د قاهرې له موزیم ۱۸ لرغونې ټوټې غلا شوې

په مصر کې د لرغون پېژندونکو اندېښنې هله زیاتې شوې، چې د قاهرې موزیم ته، چې تحریر میدان ته څېرمه پروت دی، د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۲۸مه ځینې کسان ننوتل او له هغه وروسته د یو شمېر لرغون توکو د تری تم کېدو خبر خپور شو .
د مصر د لرغونو اثارو وزیر زاهي حواس د تېرې یکشنبې په ورځ د موزیم د توکو تر شمېرلو وروسته وویل، چې د لاریونونو پرمهال ځینې لرغوني توکي ورک شوي دي .
د حواس له خوا په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي "دا د خفګان خبر دی، چې د قاهرې له موزیمه ۱۸ توکي ورک شوي، چې په کې د توت عنخ امون پاچا له لرګیو جوړه مجسمه هم وه، او بله هغه ټوټه وه چې توت عنخ امون پاچا په نېزه د کبانو ښکار کوي."
د دغو اثارو د موندلو په موخه جنايي پلټنه پيل شوې، او له هغو کسانو پوښتنې ګروېږنې روانې دي، چې د لاریونونو پرمهال نیول شوي دي .
موزیم ته ځینې کسان د مصري پولیسو او لاریون کوونکو د اړدوړ پرمهال ننوتي دي .
د لرغونو اثارو وزارت ویلي، دا مهال په دغه موزیم کې ۷۰ لرغون توکي د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ دي .
مصري تلوېزیون د موزیم د ماتو شویو هېندارو عکسونه هم خپاره کړي، او ګڼې لرغونې ټوټې پر ځمکه پرتې وې .

د مصر پوځ د لاریون د اړدوړ پرمهال د دغه موزیم سخته ساتنه کوله، ځینو پوځيانو د موزیم د انګړ په ونو کې لګول شوي اورونه وژل .
وزیر حواس مخکې ویلي ول "که چېرې موزیم خوندي وي، مصر به خوندي وي، خو زه اوس د مصر پر ناامنۍ اندېښمن یم ."
نوموړي دا هم ویلي، "د تحریر په میدان کې زرګونه لاریون کوونکو موزیم ته د زیان رسولو نیت نه درلود؛ ځکه چې دوی د خپل کولتور د زیانمنولو نیت نه درلود. "
که څه هم د ولسمشر مبارک تر استعفی ورکولو وروسته په مصر کې حالات بېرته عادي حالت ته په ستنېدو دي، خو د دغه موزیم د بېرته پرانستو وخت لا نه دی ټاکل شوی او ټول کارکوونکي د موزیم د ننه د لرغون توکو د ساتنې لپاره د شپې مهال هم پاتې کېږي .
د مصر په موزیم کې د سرو زرو ګڼ لرغون توکي شته، دغه طلايي توکي په ۱۹۲۲ کال د توت عنخ امون په ارامځي کې موندل شوي، او ګڼ نور بیا د فرعون ارزښتناکه توکي دي .

د مصر د ګڼو هغو لرغونو اثارو د غلا هڅه شوې، چې سیلانیان له بهرنیو هېوادونو ورځي .
د مصر لرغون پېژندونکي وايي یوه غله د قاهرې له قبطي موزیم څخه د غلا کولو نیت کړی و، خو پاتې په کې راغی .
د قاهرې په جنوب کې د ممفیس ښار د لرغونو اثارو د موزیم قلف د یوه غله له خوا مات کړای شو، خو له موزیم څخه د هېڅ اثر په غلا کولو ونه توانېده .
د مصر پوځيان د جیزې اهرامو او ابوالهول سخته ساتنه کوي .








