فرعونیان، که د ماغزو لومړي جراحان

یوه مصري جراح پخپلو پلټنو کې ویلي، چې د فرعوني واکمنۍ له کلتور سره ډېره زیاته جفا شوې ده.
ډاکټر وسیم السیسي پخپل یوه کتاب "مصر نړۍ ته ور زده کړل" نومي کتاب کې ویلي، چې "د فرعوني زمانې د وګړو په اړه ډېر لږ خلک معلومات لري، په تېره بیا د فرعونیانو د واکمنۍ پرمهال چې له اوسه تر څلور زرو ډېر کلونه پخوا د انسانانو د ماغزو جراحي عملیات کېدل".
السیسي دا هم ویلي، چې د برتانیا موزیم د مصري لرغونو توکو په څانګه کې یې په یوه صندوق کې داسې کوپړۍ لیدلې ده، چې "تر میلاد ۲۰۰۰ کاله مخکې د لرغوني مصر پېر کې د ماغزو جراحي عملیات" کلیمه پرې لیکل شوې وه.
دی وايي، چې د دغې کوپړۍ مخې ته دوې ښځې ولاړې وې، یوې بلې ته وویل "تر میلاد وړاندې د ماغزو عملیاتو ته وګوره.. په دې لرغوني وخت کې انګلستان چېرته و؟".
نوموړی پخپل کتاب کې د مصر د ملي پلټنو د مرکز هغه کنفرانس ته هم اشاره کوي، چې د برتانیا له مانچسټر پوهنتون سره یې قاهره کې په ګډه جوړ کړی و.
دی وايي چې "پخپل بحث کې مې د لرغوني مصر په زمانه کې د بولو د بندېدو په څېر ناروغیو ته اشاره کړې ده، دغه ناروغي له بلهارسیا څخه یوه مصري نوم ته وواښته؛ ځکه چې مصر تر جرمني ډاکټر تیودور بلهارس زرګونه کاله مخکې دغه ناروغي کشف کړې وه".
په کتاب کې دا هم راغلي، چې لرغوني مصر بلهارسیا ناروغۍ ته "عاع" نوم اخیستی، همداشان په ځیګر او وینه کې یې زبېښونکی چینجی کشف کړی، چې د "حررت" نوم یې ورته غوره کړی دی.
السیسي وايي، چې زرګونه کاله مخکې مصر ټولې نړۍ ته د مصریات علم زده کړه ور په برخه کړې ده، چې د "لرغوني مصر کې طب"، په مینه او جنس کې طبي پلټونکی نظر، او "هغه مصر چې تاسو یې نه پېژنﺉ" نومونه یې ورکړي دي.
د کتاب لیکوال وايي، چې لرغونو مصریانو له منځلاریتوبه کار اخیست او له تشدد یې ډډه کوله، وايي چې "مصر په هرڅه کې نړۍ ته نرمښت او منځلاریتوب ورښودلی، سخاوت د اسراف او بخل ترمنځ دی، زړورتیا د بې زړه توب او بې پرواتوب ترمنځ دی، همدا ده چې د مصر اسلام د نورو هېوادونو له اسلامه توپیر درلود، د مصر مسیحیت هم داسې درواخله".
نوموړی همدا راز واي، چې مصر له هر راز سخت دریځۍ سره مبارزه وکړه، ان که پرې تپل شوې هم وه، بېلګه یې په لسمه پېړۍ کې د علي العزیز بالله شیعه واکمن هغه ادعا یادوي، چې وايي په غیب پوهېږي، همدا وه چې په جومات کې یې هغه ته یوه لیکلې وینا پرېښوده چې "په ظلم او تېري سره پر موږ وتپل شوې، نه په کفر او حماقت سره... که چېرې په علم الغیب پوهېږې، نو ووايه چې دا چا لیکلي دي؟".








