مصرۍ ممثله بهیجه حافظ؛ ایران یې قهرولی خو ګوګل ولمانځله

ګوګل د مصري سینما د یوې ستورې بهیجه حافظ یاد تازه کړی دی. بهیجه حافظ په ۱۹۰۸ کال د مصر اسکندریې یوه موسیقي مینه کورنۍ کې زیږېدلې، لومړی یې پیانو غږوله او فرانسه کې یې د موسیقۍ زدکړې کړې دي.

دا لومړنۍ مصرۍ وه چې پاریس کې د موسیقۍ لیکوالو ټولنه کې یې غړیتوب ترلاسه کړ او په ۱۹۲۶ کال یې مصري بازار کې لومړنی د موسیقۍ کسیټ راووت.

بهیجه حافظ په ۱۹۳۰ کال له مصري سینما سره تړاو پیدا کړ او د مصرۍ سندرغاړې په توګه یې د "مستقبل" مجلې پر پوښتۍ په لومړي ځل عکس چاپ شو.

په ۱۹۳۲ او ترې راوروسته کلونو کې ځینو فلمونو کې هم ولوبېده چې مشهور هغه یې "الفنار" دی.

لیلی بنت الصحراء

لیلی بنت الصحراء فلم په ۱۹۳۷ کال جوړ شو چې د بهیجه حافظ هنري ژوند کې یې مهم رول درلود.

دا فلم په کابو ۱۸ زره مصري پونډو لګښت جوړ شو چې د لومړني عربي فلم پر جوړېدو په هغه وخت کې ډېر لګښت ګڼل کېده.

یاد فلم د برلین د فلمونو فسټیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو او د سرو زرو جایزه یې وګټله.

که څه هم همدا فلم د وینیسیا نندارتون ته نوماند شوی و، خو په مصر او بهر کې د سیاسي لاملونو له کبله نندارې ته له وړاندې کېدو منع کړل شو.

هغه وخت د ایران نیوکه دا وه چې ګنې دا فلم د فارس تاریخ ته سپکاوی دی او هغه وخت د ایران شاه رضا پهلوي د پاچا فاروق له خور شهزادۍ فوزیې سره واده کړی و.

بهیجه حافظ څو کاله په مصري محکمو کې مبارزه وکړه چې خپل دغه فلم نندارې ته وړاندې کړي.

همدا وو چې په ۱۹۴۴ کال د فلم ځینو صحنو کې له بدلون راوستلو وروسته نندارې ته وړاندې شو خو نوم یې (لیلی بنت البدویة) وټاکل شو.‌

بهیجه حافظ په ۱۹۳۷ کال د موسیقي هنرونو لومړنۍ ټولنه جوړه کړه چې ګڼ سینمايي فلمونه یې جوړ کړل.‌

هغه په وروستي ځل په ۱۹۶۶ کال د صلاح ابو یوسف په ډایرکټرۍ د قاهره ۳۰ په نامه فلم کې راڅرګنده شوه.

بهیجه حافظ د ۱۹۸۳ کال ډیسمبر میاشت کې قاهره کې د ۷۵ کلونو په عمر مړه شوه.

د هغې د مړینې په یاد کې ګوګل شرکت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهیجې شاهکارونه د تېرې پېړۍ څلورمه لسیزه کې د مصري سینما لپاره د زرین پېر پیلامه وه.

دا چې بهیجه حافظ ډیزاینره هم وه، په فلمونو کې یې خپلې ډیزاین شوې جامې هم نندارې ته وړاندې کولې.