تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ټېک ټاک د "بد اخلاقۍ" خپرولو تور؛ مصرۍ محکمې پنځه ښځې په بند محکومې کړې
په مصر کې یوې محکمې د خواله رسنیو پنځو ښځینه کاروونکو ته د "غیر اخلاقي" او داسې شیانو د خپرولو له امله چې د مصر د کورني ژوند معیارونو ته زیان اړوونکي بلل شوي د دوو کالو بند سزا ورکړې ده.
رپوټونه وايي کله چې حنین حسام، موده الادهم او دریو نورو ښځو ته چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي سزا واورول شوه نو هغوی حیرانې شوې او هېڅ باور یې نه راتله، ځکه دا په مصر کې لومړی ځل دی چې د خواله رسنیو ښځینه کاروونکو ته د بند سزا ورکول کېږي.
مصري چارواکو په دې وروستیو کې د خواله رسنیو د ځینو کاروونکو پر ضد کمپاین پیل کړی او له دې ډلې، چې ډېری یې ښځینه دي، ځینې کسان نیولي هم دي.
چارواکي وايي دغو کاروونکو پر خواله رسنیو نامناسب شیان خپاره کړي وو.
هغه ویډیوګانې چې د خواله رسنیو دغو ځوانو ښځینه کاروونکو خپرې کړې دي پکې ښکاري چې دوی عصري یا لویدیځ ډوله جامې اغوستې دي، یا د چا پېښې کوي او یا هم له موسیقۍ سره په کې نڅا کوي.
په ورته وخت کې مصري فعالانو د خواله رسنیو د دغو کاروونکو د خوشي کولو لپاره انلاین کمپاین پیل کړی، خو داسې ښکاري چې چارواکي یې پر ضد جدي اقداماتو ته ژمن دي.
ایراني پولیس افسر نجونو ته لاړې ور تو کړې:
بل لور ته د ایران پلازمېنه تهران کې هغه پولیس چې تر ډېره د "امر بالمعروف" چارې ترسره کوي، پر خواله رسنیو د یوې خپرې شوې ویډیو له کبله له نیوکو سره مخ شوي دي.
په دې ویډیو کې د همدې پولیسي ځواک یو افسر ښکاري چې د ځوانو نجونو یوې ډلې ته کنځلې کوي او لاړې ور تو کوي.
دغه پولیس له دې کبله د نجونو دې ډلې ته په غوسه ښکاري چې ګواکې خپل حجابونه یې سم نه دي اغوستي.
په دې ویډیو کې د همدې افسر مېرمنه هم ښودل شوې. دا مېرمن د نجونو دې ډلې ته وایي چې د دې له مېړه دې بښنه وغواړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني پولیسو دغه ځانګړی ځواک له ورته نیوکو سره مخ کېږي. له دې وړاندې هم په ایران کې دننه او بهر د ښځو د حقونو فعالانو پر دوی د ناسم چلن تورونه لګولي.
د ښځو د حقونو فعالان اوس ایرانۍ نجونې او ښځې دې ته هڅوي چې د ورته پېښو پر مهال پر خپلو ځیرکو تیلیفونونو ویډیو جوړه کړي او پر خواله رسنیو یې شریکه کړي.