مصرۍ ښځې څرنګه ځان له جنسي ځورونې ساتي؟

په مصر کې ګڼې مېرمنې هره ورځ له جنسي پلوه ځورول کېږي. د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا برخې یا (یو اېن ومېن) په ۲۰۱۳ کال کې په دې تړاو یوه څېړنه وکړه.

په دې څېړونه کې موندل شوي چې ۹۹ سلنه ښځې په یو نه یو ډول څورول شوې دي.

له هغه راهیسې چې د #MeToo په نامه د هشټګ کمپاین په ځینو هېوادونو کې پيل شوی، مصرۍ ښځو زړه وکړ چې د جنسي ځورونې په اړه خبرې وکړي.

ځینې وخت د دوی پر خبره باور نه کېږي، بلکې ملامتېږي او لا نورې ځورول کېږي.