د بالیووډ ستوري څه خوري؟

تصویر

د عکس سرچینه، Instagram: katrinakaif/rakulpreet

    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بي بي سي اردو لندن

ډېر خلک دا پوښتي چې ښکلي او عام ژوند کې نرۍ، چاغې چوست او چالاکه ښکارېدونکې لویې لویې فلمي ستورې څه خوري؟

د خلکو د دې پوښتنې او روغتیا په هکله د ویښتیا پیدا کولو لپاره هنرمنې او لیکوالې ټوینکل کهنه یو هشتګ(#WhatsInYourDabba) پیل کړی چې مانا یې ده ستاسو ډبي کې څه دي؟

په ځواب کې لویو فلمي ستورو د هغو خوړو انځورونه خپاره کړي چې هره ورځ یې خوري.

اکشے کمار

د عکس سرچینه، Instagram.com/akshaykumar

خپل هشتګ سره ټوینکل کهنه هم د جوغندر ډوډۍ ټوټې سره خپل انځور خپور کړی، خو مېړه یې اکشې کمار د پراټې سره اواکاډو(یو ډول مېوه)، د چارمغزو شیدې، د ملنګا هګۍ او مېوه .

۴۶ کلنۍ کې ۲۶ کلنه ښکارېدونکې ملایکه اروړه خان له ډبي هم له تورۍ جوړ نوډل او اوبو کې ځوښېدلې ګاځرې راووتې او هره ورځ جېم ته هم ځي، له هغه وروسته به د دې خوړو څه حال وي.

ملائکہ اروڑا

د عکس سرچینه، Instagram.com/malaikaaroraofficial

کترینه کیف هم تر ډېره په بخار پوخ شوی ایدلي او سامبر خوري.

کترینہ کیف

د عکس سرچینه، Instagram.com/katrinakaif

خو ټولو کې د هنرمنې راکل پریت ډبی راته ښه ښکاره شو چې پالک او جواری، بېنډۍ او شنه دال پکې دي.

راکل پریت سنگھ

د عکس سرچینه، Instagram.com/rakulpreet

توشار کپور هم پوره پنجابي انداز کې د دالو ډوډۍ او سبو ته پلترۍ وهلی دي.

د هنرمنې نیلم او ملکه شیراوت په ډبیو کې هم سلاته ده.

خو د دوی ټولو ډبیو کې ځانګړې خبره لږ او صحتمن خواړه دي، خو موږ چې څنګه خوراک کوو، همغسې ښکارو.