د بالیووډ ستوري څه خوري؟

    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بي بي سي اردو لندن

ډېر خلک دا پوښتي چې ښکلي او عام ژوند کې نرۍ، چاغې چوست او چالاکه ښکارېدونکې لویې لویې فلمي ستورې څه خوري؟

د خلکو د دې پوښتنې او روغتیا په هکله د ویښتیا پیدا کولو لپاره هنرمنې او لیکوالې ټوینکل کهنه یو هشتګ(#WhatsInYourDabba) پیل کړی چې مانا یې ده ستاسو ډبي کې څه دي؟

په ځواب کې لویو فلمي ستورو د هغو خوړو انځورونه خپاره کړي چې هره ورځ یې خوري.

خپل هشتګ سره ټوینکل کهنه هم د جوغندر ډوډۍ ټوټې سره خپل انځور خپور کړی، خو مېړه یې اکشې کمار د پراټې سره اواکاډو(یو ډول مېوه)، د چارمغزو شیدې، د ملنګا هګۍ او مېوه .

۴۶ کلنۍ کې ۲۶ کلنه ښکارېدونکې ملایکه اروړه خان له ډبي هم له تورۍ جوړ نوډل او اوبو کې ځوښېدلې ګاځرې راووتې او هره ورځ جېم ته هم ځي، له هغه وروسته به د دې خوړو څه حال وي.

کترینه کیف هم تر ډېره په بخار پوخ شوی ایدلي او سامبر خوري.

خو ټولو کې د هنرمنې راکل پریت ډبی راته ښه ښکاره شو چې پالک او جواری، بېنډۍ او شنه دال پکې دي.

توشار کپور هم پوره پنجابي انداز کې د دالو ډوډۍ او سبو ته پلترۍ وهلی دي.

د هنرمنې نیلم او ملکه شیراوت په ډبیو کې هم سلاته ده.

خو د دوی ټولو ډبیو کې ځانګړې خبره لږ او صحتمن خواړه دي، خو موږ چې څنګه خوراک کوو، همغسې ښکارو.